د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۳ ته ورسېد


د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

افغانستان کې د کوویډ ۱۹ یا په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۳ ته ورسېد.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې وزارت لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۳۰۸ مشکوکې پېښې ارزول شوې چې ۲۷ یې مثبتې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په وینا ټول افغانستان کې تر دې دمه ۹۳۳ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۲ سلنه یې بېرته روغ شوې دي.

ښاغلي فېروز زیاته کړه چې تېره ورځ یعنې د جمعې په ورځ ۳ کسان د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي چې له دې سره ټول افغانستان کې د دې ناروغي له امله مړینه ۳.۲ سلنې ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د کرونا ویروس هغو ناروغانو لپاره چې د دې ویروس لومړنۍ نښې ولري د دارالامان ماڼۍ پرانېسته.

دې ماڼۍ کې به په کوویډ- ۱۹ اخته کسانو لپاره ۲۰۰ بستره چمتو شي.

هغه زیاتوي: "په ټول افغانستان کې د کرونا مثبتې ۹۳۳ ته ورسېدې، له نیکه مرغه تېره ورځ ۱۳ کسان روغ شوې دي، دغه مرکز د دې لپاره جوړ شوی چې هرکله پېښې ډېرې شې، هغه کسان چې په دې ویروس اخته شوي او لومړنۍ نښې ولري او د قرنطین کېدو لپاره ځای نه لري، موږ غواړو چې د هغو لپاره دې ته ورته ځایونه جوړ کړو.”

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل چې تر دې دمه نړیوالو مرستندویه ټولنو او بانکونو د مالي مرستو ژمنې نه دې عملي کړي.

ښاغلي فېروز له نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنې وغوښتل چې خپلې ژمنې افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف پلې کړې.

ښاغلي فېروز له نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنې وغوښتل چې خپلې ژمنې افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف پلې کړې.
ښاغلي فېروز له نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنې وغوښتل چې خپلې ژمنې افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف پلې کړې.

په پام کې ده چې د نړیوال بانک او اسیایي پراختیایي بانک لخوا ملګرو ملتونو له لارې افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر شاوخوا یو نیم سل میلیونه ډالر او د اروپایي ټولنې لخوا ۱۱۷ میلیونه یورو مرسته وشي.

فېروز دغه راز زیاته کړه: "تر اوسه هم نړیوالې ټولنې ادارو او مرستندویو موسسو دا پيسې نه دي ورکړي، هیله لرم چې ژر تر ژره دا پیسې ورکړل شي څو وکولی شو له خلکو سره مرسته وکړو."

همدا راز د عامي روغتیا وزارت په پام کې لري چې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره د دارالامان ماڼۍ ته ورته ځایونو کې په ټول هېواد کې شاوخوا یو لکه بستره برابر کړي.

XS
SM
MD
LG