د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

چارواکي: د قرنطین موده کې دکانداران د کرایې او مالیې په ورکولو مکلف نه دي


د کابل ښار یوه څنډه چې دکانونه په کې بند دي او کاګران د کرنا ویروس د مخنیوي لپاره دوا شیندي.
د کابل ښار یوه څنډه چې دکانونه په کې بند دي او کاګران د کرنا ویروس د مخنیوي لپاره دوا شیندي.

د کابل ولایت وایي، د قرنطین په موده کې د کابل ښار دکانداران د کرایې او مالیې په ورکولو مکلف نه دي.

د افغانستان د کسبګرو ملي ټولنه وايي، په کابل ښار کې پر ګرځېدو راګرځېدو د بندیز د لګېدو له امله، د دغه ښار د دکاندارانو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

د دغې ټولنې رئیس محمد حسن سپاهي د شنبې په ورځ ازادی رادیو ته وویل، له حکومته هیله کوي چې د روان ګرځبندیز په موده کې باید له دکاندارانو مالیه او د دکانونو کرایه وانخلي.

هغه زیاته کړه: "دکانداران له څو اساسي ستونزو سره مخ دي، فعالیتونه یې درېدلي، احتمال لري پانګو ته يې زیان ورسېږي، بله ستونزه یې د کرایې او مالیې ورکول دي، ځینې توکي چې تاریخ لري ممکن تاریخ يې تېر شي، هیله ده د قرنطین په موده د دوی کرایه او مالیه معاف او د کسبګرو د دستګاوو له کارګرانو سره مرسته وشي."

د ښاغلي سپاهي په خبره، د کابل ښار په ناحیو کې څه باندې ۱۴۰۰۰۰ دکانونه شته چې بېلابېل توکي په کې پلورل کېږي خو اوس د ګرځبندیز له امله تړلي دي.

د ده په خبره په دغو دکانونو کې ۲۰ سلنه د دولت او ۸۰ سلنه د خلکو ملکیت دی.

ښاغلي سپاهي داهم وویل، دغه ستونزه یې د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره شریکه کړې او تمه لري حکومت پرېکړه وکړي چې، د ګرځبندیز په موده کې د دولتي او خصوصي دکانونو ماليه او کرایه و بخښل شي.

د کابل ښار دکانداران هم شکایت کوي چې، د فعالیتونو د ودرېدو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د کابل ښار دنهمې ناحيې یو دکاندار سنګر ازادي رادیو ته وویل: "د قرنطین په حالت کې دکاندار د دې توان نه لري چې یا کرایه یا د دولت مالیه ورکړي، هیله ده کرایه او مالیه یا معاف او یا په کې کموالی راشي، درې اوونیو ګرځبندیز په پیر او پلور اغېز کړی، مالونه مو په ګدامونو کې پراته دي د ګرځبندیز له امله هېڅ سودا نه شته."

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د والي ویاند نبي الله پیرخېل د شنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې بیا هم تائید کړه چې، د ګرځبندیز په موده کې د کابل ښار دکانداران د کرایې او مالېې په ورکړه مکلف نه دي.

هغه زیاته کړه: "موږ د هټیو او شرکتونو که شخصي دي او که دولتي له مالکانو څخه غوښتنه کړې چې د قرنطین په جریان کې چې دغه ځایونه تړل شوي هيڅوک ترې مالیه وانخلي، پرېکړه شوې دا به عملي شي، د کابل ښار هټۍ والو او شرکتونو ته ډاډ ورکوو چې مالیه او کرایه به ترې نه اخیستل کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر له درې اوونۍ راهیسې، د خوراکي توکو، نانوایانو او درملتونونو پرته نور ټول دکانونه تړلي او د خلکو په ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG