د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ ته ورسېد


د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه تر دې مهاله ۹۰۶ کسان په دې ناروغۍ اخته شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه تر دې مهاله ۹۰۶ کسان په دې ناروغۍ اخته شوې دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۶ نویو مثبتو پېښو په تثبتیدو سره په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ ته ورسېد.

د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه تر دې مهاله ۹۰۶ کسان په دې ناروغۍ اخته شوې دي.

په تېرې یوې شپې او ورځ کې د ۶۶ کسانو مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا د تېرو ورځو په پرتله لوړې شمېرې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي ټول هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ کسان د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ څخه بېرته روغ رمټ شوي دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد وزارت لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۴۶۵ مشکوکې پېښې ارزول شوي چې ۶۶ یې مثبتې دي.

وحیدالله مایار
وحیدالله مایار

هغه زیاته کړه: "ډيري پيښې کابل کې ثبت شوي چې ۲۶ پيښې دي، کندهار ۱۵، بلخ ۶، کندز ۵، ننګرهار ۱، هرات ۱، هلمند ۵ ،لغمان ۳ او کنړ کې ۱ پيښه ثبت شوې ده، د دې پيښو له ثبتيدو سره ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ ته رسيږي."

تر اوسه ټول افغانستان کې ۹۹ تنه د کوويډ- ۱۹ له ناروغۍ روغ شوي او ۳۰ نور مړه شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان لویو ښارونو کې ګرځبندیز لا ډېر شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي کابل ښاریان بايد له اړتیا پرته له ګرځېدو ډډه وکړي کنه نو د پولیسو لخوا به له پوښتنو سره مخ شې.

طارق آرین
طارق آرین

د دې وزارت ویاند طارق ارین وایي: "د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د پلازمینې له اوسېدونکو غواړې چې له اړتیا پرته له ګرځېدو ډډه وکړي، کنه نو د پولیسو لخوا به له پوښتنو سره مخ شي، یوازې د هغو کسانو لپاره چې خوراکي، روغتیایي او امنیتي خدمتونه کوي استثنا دي او هغه هټۍ چې خلکو باندې خوراکې توکې خرڅوي دا هم استثنا دي."

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ښارونو قرنطین کول د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په خاطر ګټور دي او دا وزارت له خلکو غواړي چې په خپلو خپلو کورنو کې پاتې شې.

XS
SM
MD
LG