د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

غني: د روغتیا وزارت او روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنې جدي ونیسئ


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له ټولو خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنې جدي ونیسې او ډېر له کوره ونه‌وځي.

ولسمشر غني چهارشنبه ماښام «۱۳۹۹ کال د وري ۲۷» ملت ته په تازه وینا کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د نویو تدابیرو په ترڅ کې سر له ننه په ټول هېواد کې د تجرید یا قرنطین د مرکزونو د جوړېدو د پیل خبر وکړ.

هغه زیاته کړه چې له نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو او هېوادونو سره‌یې له افغانستان سره د مالي مرستو د ژمنو پر تعدیل بحثونه پیل کړي.

د افغانستان عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په‌دې هېواد کې د کرونا ویروس ۷۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG