د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

افغانستان کې د کرونا ویروس مخنیوي بودجې په اړه کړنلاره جوړه شوه


د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدی
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدی

د افغانستان مالیې وزارت او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف د منظور شوې بودجې د لګښت د څرنګوالي په اړه ګډه کړنلاره چمتو کړې.

د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې له دې اقدام‌یې هدف په منظور شوې بودجه کې شفافیت، د لګښت مدیریت او ځواب ورکول دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کړنلاره د ذکر شویو ادارو د رهبرۍ له لوري لاسلیک شوې او له مرکز کابل سربېره په ولایتونو کې هم ټولو دولتي ادارو ته لېږل شوې ده.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د یادې کړنلارې د اوومې مادې په لومړي بند کې راغلي: "د څار په منظور او د لګښت د تأیید لپاره دې د څار شوراګانې چې په هغه کې د ولایت شوراګانو یا د ولسي جرګې غړي، مدني ټولنې، د ولایتونو ښاروالۍ یا ناحیو، مستوفیت، خصوصي سکټور او یو تن د سیمه‌ییزو رسنیو استازي وي، ایجاد شي."

دغه وزارت وايي چې دا د څار د شوراګانو او د ټولو هېوادوالو مسؤلیت دی چې د کرونا ویروس د لا مخنیوي په هدف د منظور شوې بودجې د لګښت په اړه د شفافیت او د حساب د ورکړې په اړه د کره راپور په ورکړه کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG