د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

فارن پالیسي: افغانستان کې کرونا ویروس له جګړې هم خونړی دی


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان او نوره نړۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د تروریستي ډلو د اقداماتو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي په مکسیکو کې د مخدرو موادو د قاچاق کارتِلونه یا لوی کاروباریان، د دې ناروغۍ له کبله له اقتصادي پلوه زیانمنو خلکو ته د مرستو بستې وړاندې کوي، په برازیل او السوادور کې مافیايي ډلې ګرځبندیز عملي کوي او په افغانستان کې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د دې ویروس د مخنیوي هڅه کوي.

واشنګټن پوست لیکي، د افغانستان په ختیځ کې چې طالبانو او دولتي ځواکونو له دوو لسیزو راهیسې له یوبل سره جګړې کړي، د دواړو خواوو ترمنځ په دې برخه کې چې د کوم لوري اجراات ډېر د خلکو په ګټه دي، عملاً کلکه سیالي روانه ده.

ورځپاڼه لیکي چې حتی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې د طالبانو ستاینه وکړه او پر ټویټر په یوه بیان کې یې ولیکل، موږ د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره یوځای د طالبانو د دې هڅو هرکلی کوو چې خلکو ته د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پرضد د عامه پوهاوي د ورکولو په برخه کې یې کوي او هغو روغتیا پالو او د نړیوالو مرستندویو ټولنو کارکوونکو ته د امن فضا برابروي چې د کرونا ویروس پرضد هڅې کوي.

واشنګټن پوست د جانز هاپکنیز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو او سیاسي علومو د څانګې د استادې سارا پارکینسون له قوله لیکي چې نوموړې وايي په ځینو حالاتو کې چې حکومتونه د خلکو مرستې ته نه ورځي نو دا د غیرحکومتي وسله والو ډلو لپاره ډېر ښه فرصت دی چې ځان حساب کتاب ته ژمن او مسئول وښيي.

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې کرونا ویروس په افغانستان کې تر جګړې هم خونړی بللی او په دې اړه په یوه مطلب کې لیکي، د افغانستان په څير په جګړه ځپلي هېواد کې دا وبا په داسې ناوړه حالاتو کې چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې په کمېدو دي خپرېږي.

د مطلب په دوام کې راغلي، چې همدا څه وخت مخکې په کابل کې پر لویو بېلبورډونو لیکل شوي و، چې سوله تصور کړئ، خو اوس پر همغو بېلبورډونو په لیکل شویو پیغامونو کې له خلکو غوښتل کېږي چې خپل لاسونه د ورځې څوځلې پرېمینځي.

فارن پالیسي وړاندې لیکي، که څه هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هیلې لاهم لیرې ښکاري خو اوس دا هېواد تر جګړې له لوی دښمن- کرونا ویروس سره لاس ګرېوان دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر پرون ورځې پورې په افغانستان کې ۹۰۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، ۳۰ کسان له دې کبله مړه او نژدې سل کسان روغ شوي دي.

فارن پالیسي لیکي، که دا شمېرې دقیقې وي، نو افغانستان د یوه ناورین پر لور روان دی او که جدي تدابیر ونه نیول شي نو د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې ښايي تر ۲۵ میلیون پورې افغانان په دې ویروس اخته او شاوخوا ۱۱۰ زره کسان مړه شي.

خپرونه لیکي که دا اټکل سم وي نو کرونا به د جګړې په پرتله څو ځلې خطرناکه وي ځکه د تېرو اتلسو کلونو په ترڅ کې شاوخوا یولک کسان د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیسټم ډېر کمزوری دی او لکه څنګه چې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر ویلي، حکومت د امکاناتو، پیسو او وسایلو له کمښت سره مخامخ دی خو هغه په عین حال کې ډاډ ورکړی چې حکومت به د دې ناروغۍ پرضد تر وسې وسې هڅه وکړي.

د فارن پالیسي د مطلب لیکوال زیاتوي افغانستان د کرونا ویروس پر وړاندې د درېدو توان نه لري نو یوازینی کار چې کولای شي دا دی چې خلکو ته ووايي په کورونو کې پاتې شئ او خپل اړیکې څومره چې کولای شئ محدود کړئ.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG