د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

افغانستان ته له چابهار بندره د هند د مرسته شویو غنمو جوپه روانېږي


دا ۵ زره ټُنه محموله د هغو پنځه اویا زره ټُنه غنمو برخه دي چې هندوستان به يې افغانستان ته لېږي.
دا ۵ زره ټُنه محموله د هغو پنځه اویا زره ټُنه غنمو برخه دي چې هندوستان به يې افغانستان ته لېږي.

له افغانستان سره د هندوستان د ۵ زره ټُنه غنمو د مرستې محموله نن له چابهار بندره د افغانستان پر لور روانېږي.

دا د هغو پنځه اویا زره ( ۷۵۰۰۰) ټُنه غنمو مرستې برخه ده چې هندوستان یې له افغانستان سره کوي.

په داسې حال کې چې نړۍ له کرونا ویروس سره لاس او ګرېوان ده او د دې ویروس له کبله سوداګریزه راکړه ورکړه محدوده شوې، له افغانستان سره د هندوستان د غنمو د مرستې لومړۍ محموله به د شنبې په ورځ د اپرېل په اتلسمه نېټه له چابهار بندره د افغانستان پر لور روانه شي.

دا ۵ زره ټُنه محموله د هغو پنځه اویا زره ټُنه غنمو برخه دي چې هندوستان به يې افغانستان ته لېږي.

د غنمو پنځه زره ټُنه لومړۍ محموله د چارشنبې په ورځ له هندوستانه د ایران چابهار بندر ته ورسېده.

په ایران کې د افغانستان سفیر غفور لېوال د دې محمولې د رسېدو چارې څارلي.

ښاغلي لېوال په دې اړه د جمعې په ماښام د اپرېل په اوولسمه نېټه ازادي راډيو ته وویل چې د غنمو دا مرسته به د شنبې په ورځ له چابهار بندره افغانستان ته ولېږل شي.

په ایران کې د افغانستان سفیر غفور لېوال
په ایران کې د افغانستان سفیر غفور لېوال

ښاغلي لېوال زیاته کړه: "موږ په تمه یو چې د دغو پنځه اویا زره ټُنه غنمو نورې برخې هم په راتلونکو اوونیو کې ډېر ژر د چابهار بندر ته راورسیږي او له دې ځایه افغانستان ته ولېږل شي، زه افغانانو ته ډاډ ورکوم چې انشاالله دغه لړۍ به دوام ولري."

د دې تر څنګ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف هندوستان - افغانستان ته د جمعې په ورځ یوه الوتکه درمل هم لېږلي.

دا هغه درمل دي چې د کوويډ۱۹ په درملنه کې اغېزناک ثابت شوي.

په نوې ډلي کې د افغانستان شارزدافیر طاهر قادري د جمعې په ماښام ازادي راډيو ته وویل چې دا درمل له افغانستان سره د هندوستان د مرستو د لړۍ برخه دي.

ښاغلي قادري وویل: "له ښه مرغه موږ وکړای شول د هندوستان ښې همکارۍ جلب کړو، له دغو همکاریو څخه یوه دا چې څو ورځې مخکې د غنمو لومړۍ محموله چې پنځه زره ټُنه وه، او د پنځه اویا زره ټُنه غنمو برخه ده، د چابهار له لارې افغانستان ته لېږل کېږي، د هندوستان حکومت د دې تر څنګ پنځه سوه زره د کلوروکین او سل زره پراسیتامول تابلیت چې اوسمهال د کرونا پر ضد تر ټولو اغېزناک درمل دی، نن د اریانا افغان له لارې افغانستان ته ولېږل."

ښاغلي قادري زیاته کړه چې له یو شمېر هندي ادارو، روغتونو او کلینکونو څخه یې هم د افغانستان لپاره ځيني مرستې تر لاسه کړي لکه سلګونو ماسکونه، دستکشې او ضدعفوني کوونکي دواوې.

د هندوستان تر څنګ یو شمېر نورو هیوادونو او نړیوالو ادارو هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هڅو کې له افغانستان سره مالي او تجهیزاتي مرستې کړي.

د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د جمعې په ماښام ازادي راډيو ته د دغو مرستو په اړه داسي وویل: "تر اوسه موږ له نړیوال بانک څخه سل میلیونه ډالره مرسته لرو چې تخنیکي اسناد یې لاسلیک شوي او موږ ورڅخه استفاده کولای شو، اروپايي ټولنې یو سل او اوولس میلیونه یورو مرسته وکړه، په دې کې پنځوس میلیونه یې نوې پیسې دي او پاتې يې د شته پروژو تعدیل او تغیرات دي چې له هغه څخه یې سپما کړي او له موږ سره مرسته کوي، اسیايي پراختیايي بانک له موږ سره د مرستې ژمنه کړې ده چې رقم به یې د دوی د بورد له خوا تنظیمېږي او بیا به موږ ته احوال راکوي."

د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي
د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي

ښاغلي مسجدي زیاته کړه چې له نورو ادارو لکه اسلامي پراختیایي بانک او یو شمېر هېوادونو سره هم په تماس کې دي چې په راتلونکي کې به د بحثونو مثبته پایله ولیدل شي.

د جمعې تر ورځې د اپرېل میاشتې تر اوولسمې نېټې پورې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نهه سوه او شپږ کسانو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر ۳۴ ولایتونو ته ۲،۳ میلیارده افغانۍ لېږلي.

د مالیې وزارت وايي دغه پیسې یې د ولسمشر محمد اشرف غني د امر له مخې لېږلي او دا د هغو ۶،۶ میلیارده افغانیو برخه دي چې د عامې روغتیا وزارت ته د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ورکړل شوې دي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG