د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

هرات کې په کرونا ویروس د اخته وګړو موندلو لپاره تازه هڅه


ارشیف، هرات کې روغتیايي کارکوونکي
ارشیف، هرات کې روغتیايي کارکوونکي

د هرات عامې روغتیا ریاست په کرونا ویروس د اخته وګړو د موندلو او د پولیو ضد واکسین د رسولو لپاره خپلو مأمورینو ته موټرسایکل واخیستل.

تمنا پرون د اپرېل په ۱۸مه په هرات کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل کارکوونکي به‌یې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته وګړو د موندلو لپاره ولسوالۍ په ولسوالۍ وګرځي.

عبدالحکیم تمنا وویل: "موږ ۴۲ موټرسایکل خپلو روغتیايي کارکوونکو او واکسیناتورانو ته واخیستل ترڅو د 'کووېډ-۱۹' ناروغان پیدا کړي، په خلکو کې د کرونا ویروس په اړه معلومات خپاره کړي او ترڅنګ‌یې ولسوالیو ته د پولیو ضد څاڅکي ورورسوي.

په هرات کې د افغانستان د هر بل ولایت په پرتله د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د هرات په نهو ولسوالیو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د معاینې او ساتنې مرکزونه فعال شوي دي.

XS
SM
MD
LG