د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

کرونا ویروس د افغانستان برښنا شرکت پر عوایدو هم منفي اغېز وکړ


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو، د افغانستان برښنا شرکت پر عوایدو هم منفي اغېز کړی دی.

د یاد شرکت مسؤلین وايي، په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د درېدو له امله، د دوی ورځني عواید له شااوخوا ۸۰ میلیونو افغانیو څخه څه کم ۲۰ میلیونو افغانیو ته راټیت شوي دي.

د دغه شرکت رئیس وايي، د افغانستان برښنا شرکت په روان وضعیت کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او که خلک، خصوصي سکټور او دولتي ادارې پر ټاکلي وخت د برښنا لګښت ورنه‌کړي، دوی نه‌شي کولای چې د برښنا د تمویل او رسولو پراختیايي پروژې عملي کړي.

امان‌الله غالب د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۳۱» ازادي رادیو ته وویل، دوی برښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه په نغدو اخلي او خلکو، خصوصی سکټور او دولتي ادارو ته‌یې ورکوي او که د برښنا مصرفوونکي خپل بلونه ورنه‌کړي، برشنا شرکت به د راتلونکو پراختیايي پروژو د پلي کولو توان ونه‌لري.

د افغانستان د برښنا شرکت رئیس امان‌الله غالب
د افغانستان د برښنا شرکت رئیس امان‌الله غالب

ښاغلي غالب وویل، د موجوده ستونزې د حل لپاره‌یې حکومت ته یوه درې ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده.

هغه زیاته کړه: "یو دا چې مرکزي، ملي، نړیوال او یا کوم بل بانک باید موږ ته پور راکړي. بله دا چې ازبکستان یا بل هېواد باید زموږ په راټولو شویو عوایدو قناعت وکړي او پاتې به‌یې په قسطونو ورکوو او درېیمه هم دا چې د مالیې وزارت د دولتي ادارو د برښنا لګښت د کال په پای کې راکوي، نو که دولتي ادارې د برښنا لګښت راکړي، بیا هم یو کار کېږي."

ښاغلي غالب وویل، اوس پر خلکو سربېره خصوصي سکټور ۸۰۰ میلیونه او دولتي ادارې څه باندې څلور میلیارده افغانۍ له برښنا شرکت څخه پوروړي دي.

د برښنا شرکت رئیس دا هم وویل، دغه طرحه‌یې د برښنا د تمویل او رسولو بورډ ته چې مشري یې د مالېې وزارت کوي، ورسپارلې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، بورډ هڅه کوي چې د حکومت په مرسته د دغه شرکت ستونزې حل کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدی
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدی

د دغه وزارت ویاند ازادي راډیو ته وویل: "پلاوي په درې مواردو پرېکړه وکړه، یو، له هغو هېوادونو څخه چې برښنا اخلو، ورسره خبرې وشي چې د پیسو په اخیستلو کې انعطاف وښيي. دوهم دا چې هغه دولتي ارګانونه چې د برښنا پوروړي دي باید خپل بلونه ورکړي او درېیم دا چې له خلکو او صنعتکارانو سره خبرې وشي چې دوی هم خپل بلونه پر وخت ورکړي."

ښاغلي مسجدي دا هم وویل چې د برښنا بورډ د برښنا شرکت ته سپارښتنه وکړه چې خپل لګښتونه کم او د برښنا د ضایعاتو مخه ونیسي.

د برښنا شرکت رئيس دا هم ویلي چې که د برښنا شرکت ستونزې هوارې نه‌شي، د خپلو لوړپوړو کارکوونکو د تنخواګانو ۵۰ سلنه به ترې په موقته توګه وګرځوي او په عادي حالاتو کې به‌یې بېرته ورکړي.

خو د مالیې وزارت د یاد شرکت د کارکوونکو د ۵۰ سلنه تنخواګانو ګرځول عملي نه‌دي ګڼلي.

په کندز کې د برښنا سټېشن
په کندز کې د برښنا سټېشن

د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان اوس په کور دننه د څه باندې ۳۰۰ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او څه باندې زر مېګاواټه حرارتي برښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه پېري.

XS
SM
MD
LG