د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

د سعودي مفتي: خلک دې تراویح لمونځ په کورونو کې وکړي


د سعودي عربستان ستر مفتي الشیخ عبدالعزیز ال الشیخ
د سعودي عربستان ستر مفتي الشیخ عبدالعزیز ال الشیخ

د سعودي عربستان ستر مفتي الشیخ عبدالعزیز ال الشیخ د روژې په میاشت کې له خلکو غوښتې دي چې تراویح په کورونو کې وکړي.

روژې ته شاوخوا یوه اوونۍ پاتې ده او ال الشیخ وایي چې حالات داسې ښکارې چې ښایي د اختر لمونځونه هم سږکال ونه شي.

تر دې مخکې ریاض اندېښنه څرګنده کړې وه چې ممکن سږکال د حج مراسم ترسره نه شي.

په ځینو اسلامي هېوادو کې لکه افغانستان کې یو شمېر علما په دې نظر دي چې په جماعت لمونځونو باید بندیزونه ونه لګول شي.

د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته د لومړي ځل لپاره په کویت کې په یوه جومات کې موذن د اذان پر مهال له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې لمونځونه وکړي او جماعت ته دې نه ورځي.

وروسته تر دې چې د تېر کال په وروستیو کې د چین په وهان کې په کرونا ویروس د یوه اخته کس د مړینې خبر خپور شو.

د کوویډ- ۱۹ وژونکې او اخیستونکې ناروغۍ لومړۍ پېښه نژدې یوه میاشت وروسته په سعودي عربستان کې ښکاره شوه او هلته یې یوه هندۍ نرسه ونیوله.

په دې پېښې پسې د خلیج یو شمېر عربي هېوادو په هوایي ډګرونو کې د هغو مسافرو طبي ساده معاینات پيل کړل چې له چینه ورځي بیا ورو ورو دا سختۍ زیاتې شوې او په کویټ کې موذن له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې لمونځونه وکړي.

دغه ډول محدودیتونه په اسلامي هېوادو کې د افغانستان په شمول ورو ورو پسې پراخ شول.

د مارچ میاشت په نیمایي کې د سعودي عربستان د علماو شورا پرېکړه وکړه چې د جمعې لمونځ او نور جماعت لمونځونه دې د حرمینو په ګډون په جوماتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله نه کېږي.

په اکثر عربي او اسلامي هېوادو کې دغه بندیزونه اوس مراعاتېږي، په یو نیم ځای کې لکه په افغانستان او پاکستان کې ځیني ملایان له حکومته غواړي چې د جماعت لمونځونو مخه ونه نیسي.

ډاکټر فرید احمد سهیل په دې باور دی چې دا له دیني لارښوونو څخه ناسم پوهاوی دی ځکه چې د ده په وینا د اسلام په صدر کې وبا د ابوعبیده بن جراح په څېر چې مشهور صحابي و د زرګونو کسانو ژوند اخیستی دی.

ډاکټر فرید احمد سهیل
ډاکټر فرید احمد سهیل

ډاکټر سهیل چې په قطر کې د دولتي روغتونونو د ناروغانو د خوندیتوب د برخې مشر دی، زیاتوي: "کله چې دغسې وبا رامنځته کېږي هغه د مذهب، نژاد او توکم او هېوادونو ترمنځ توپير نه کوي د پیغمبر علیه السلام حدیث دی چې وایي، په کوم ځای کې چې وبا پیدا کېږي تاسو هغې سیمې ته مه داخلېږي او که ستاسو په منطقه کې وبا پیدا شوې وي تاسو بل ځای ته مه ځئ په دې معنی چې دغسې تدابیر پکار دي څو د دغسې خپرېدونکو ناروغیو مخنیوی وکړای شو."

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په چټکۍ په زیاتېدو دی، په اکثر اسلامي هېوادو کې پر عباداتو هم بندیزونه سخته کېږي.

په مدینه منوره کې په نبوي جومات کې د پنجشنبې په ورځ اعلان وشو چې بله اوونۍ به د روژې د میاشتې په ترڅ کې روژه ماتې په جومات کې نه کېږي.

په دې جومات کې به نور کله په روژه کې په لسګونو زره کسانو یو ځای ماښام روژه ماتی کاوه.

په میلیونو کسان به دې جومات ته د روژې په میاشت کې تلل، همداراز به د روژې په میاشت کې په میلونونو کسان مکې مکرمې ته د عمرې لپاره تلل او په دې ورځو کې چې نژدې یوه اوونۍ روژې ته پاتې ده په مکه مکرمه کې به د بهرنیو ډېر بیروبارو خو اوس مکي حرم له خلکو تش دی.

د سعودي عربستان ستر مفتي الشیخ عبدالعزیز ال الشیخ د جمعې په ورځ وویل، حالاتو ته په کتو، په روژه کې دې خلک د تراویح لمونځونه په کورونو کې وکړي او که شرایط ښه نه شول د اختر لمانځه ته دې هم نه راغونډېږي.

داسې ښکارې چې سعودي عربستان به د حج مراسم هم سږ کال لغوه کړي.

دا مراسم د جولای میاشتې په وروستیو کې دي او له اسلامي هېوادو وار له مخه خلک د سهمیې له مخې د حج لپاره نومونه ثبتوي چې سږکال تر اوسه په دې برخه کې هڅې نه دې شوې.

XS
SM
MD
LG