د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۰

د عربستان پاچا ګرځ‌بنديز وغځاوه

د سعودي عربستان پاچا سلمان
د سعودي عربستان پاچا سلمان

د سعودي عربستان پاچا سلمان په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو اوسني حالت ته په کتو تر راتلونکې خبرتیا پورې د ګرځ‌بندیز موده اوږده کړه.

دا پرېکړه د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن یوه ورځ مخکې تر دې اعلان کړه چې په دغه هېواد کې ګرځ‌بندیز پای ته ورسېده.

سعودي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مارچ په میاشت کې ګرځ‌بندیز اعلان کړی و.

تېره اوونۍ سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او نورو لویو ښارونو کې ۲۴ ساعته ګرځ‌بندیز ولګاوه.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG