د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

کرونا ویروس؛ د اقتصادي ستونزو پر مخنیوي د نړۍ ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو بحث


ارشیف، د 'جي-۲۰' غړو هېوادونو تېره غونډه
ارشیف، د 'جي-۲۰' غړو هېوادونو تېره غونډه

په سعودي عربستان کې نن د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو د رئیسانو بېړنۍ غونډه ده.

په دې غونډه کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو احتمالي اقتصادي ستونزو د مخنیوي پر لارو چارو بحث کېږي.

دا غونډه یوه ورځ وروسته تر دې جوړېږي چې د پیسو نړیوال صندوق روان کال د نړۍ اقتصادي ودې ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل چې له ۱۹۳۰مو کلونو راوروسته یو کال هم د نړۍ اقتصاد داسې نه‌و ځپل شوی.

د 'جي-۲۰' یا د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د مالیې وزیران او د مرکزي بانکونو رئیسان د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې نن غونډه کوي.

د سعودي عربستان ریاض ښار
د سعودي عربستان ریاض ښار

په دې غونډه کې پر دې خبرې کېږي چې څرنګه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله نړۍ ته د متوجې اقتصادي ګواښونو مخه نیول کېدای شي.

د پیسو نړیوال صندوق پرون یو راپور خپور کړ چې په‌کې یې د نړۍ اقتصاد ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله له اقتصادي پلوه لګېدلو بندیزونو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د دې راپور له مخې به شتمن هېوادونه ډېر وځپل شي. د پیسو نړیوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) وړاندوینه کوي چې د نړۍ اقتصاد به روان کال منفي ۳،۱ په سلو کې وي او راتلونکی کال به مثبت ۵،۸ ته ورسېږي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې (ای‌اېم‌اېف) وړاندوینه کړې وه چې روان کال به د نړۍ اقتصاد ۳،۳ فیصده وده کوي.

د 'جي-۲۰' د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو د رئیسانو غونډه عادتاً د اپرېل په میاشت کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د پسرلنیو غونډو ترڅنګ جوړېږي.

سعودي عربستان وایي چې نننۍ غونډه بېړنیو شرایطو ته په پام سره جوړه شوې ده او په دې کې به پر هغو ګواښونو خبرې وشي چې د کرونا ویروس له امله د نړۍ اقتصاد ته متوجې دي، همداراز به د کرونا اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د اوږدمهاله اقتصادي ناوړه اغېزو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشي.

د نړۍ د 'جي-۲۰' صنعتي هېوادو د ماليې وزیرانو او د بانکونو رئیسانو شااوخوا دوه اوونۍ مخکې هم غونډه کړې وه او په تېرې غونډه کې یې موافقه کړې وه چې د کرونا ویروس له امله به له رامنځه شویو اقتصادي ستونزو سره د مبارزې لپاره د لارې نقشه جوړوي.

د کرونا پر ویروس اوس په نړۍ کې تر دوه میلیونه ډېر کسان اخته شوي دي او 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ تر دې دمه تر ۱۲۷ زره د ډېرو انسانانو ژوند اخیستی دی.

د پسو نړیوال صندوق د سې شنبې د ورځې د راپور له مخې د دغې اخیستونکې او وژنکې ناروغۍ اقتصادي اغېزې به په شتمنو هېوادونو کې چې هر یو یې لوی اقتصاد لري، زیات وي.

د پیسو نړیوال صندوق دفتر
د پیسو نړیوال صندوق دفتر

د دې راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتونو، جرمني، ایټالیا او اسپانیا اقتصاد به روان کال له اټکلونو سره سم منفي وي او د کرونا ویروس اصلي ټاټوبی چین به چې اقتصادي وده‌یې له څو لسیزو راهیسې خورا لوړه وه، روان کال به یوازې ۱،۲ فیصده وي.

خو اندېښنې دې ته زیاتې دي چې دا معلومه نه‌ده چې د کرونا ویروس لمن به کله له نړۍ ټولېږي ترڅو دقیقه اقتصادي وړاندوینه وشي.

XS
SM
MD
LG