د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د پیسو نړیواله اداره: له ۲۵ پوروړو غریبو هېوادونو سره مرسته کوو


د پیسو نړیوالې ادارې مشره کریستلینا جیورجیوا
د پیسو نړیوالې ادارې مشره کریستلینا جیورجیوا

د پیسو نړیوالې ادارې ویلي چې ۲۵ ډېرو غریبو هېوادونو ته به چې له دې نړیوالې ادارې پورونه اخیستي مرسته وکړي څو هغوي خپلې مالي سرچینې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ولګوي.

د دې ادارې مشرې کریستلینا جیورجیوا ویلي چې د اپرېل په ۱۳مه لومړۍ ډله هېوادونه چې له دې سازمانه د اخیستي پور د پرې کولو لپاره به مرسته ورسره کېږي، تائید شول.

د کریستلینا جیورجیوا په وینا، د پیسو د نړیوال سازمان ۲۵ تر ټولو غریب پوروړي په لومړي سر کې د ۶ میاشتو لپاره مرستې تر لاسه کولای شي.

په دې ډېرو غریبو هېوادونو کې د افغانستان ترڅنګ د تاجکستان او یمن نومونه هم شته او په ټوله کې د اسیا او افریقا ډېر پوروړي هېوادونه په کې راغلي دي.

جیورجیوا ویلي چې په دې وخت کې د بحرانونو د ادارې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر لري چې ۱۸۵ میلیون ډالر بریتانیا او ۱۰۰ میلیون ډالر جاپان ورکړې دي.

د هغې په وینا چین، هالند او ځیني نورو هېوادونو هم مرسته کړې خو دقیق شمېر یې نه دی څرګند شوی.

د پیسو نړیوالې ادارې مرکزي دفتر یو انځور
د پیسو نړیوالې ادارې مرکزي دفتر یو انځور

د پيسو نړیوال سازمان هڅه کوي چې د پورونو د پرې کولو لپاره له حکومتونو سره د مرستې بودجه ۱ اعشاریه ۴ ملیاردو ډالرو ته لوړه کړي.

د دې نړیوالې ادارې مشرې ویلي: "له دې بودیجې به هغو ډېرو غریبو او کمزورو هېوادونو ته چې د پيسو له نړیوال صندوقه یې پورونه کړي، په لومړي سر کې په راتلونکو ۶ میاشتو کې مرسته وشي څو هغوي خپلې مالي سرچینې د پيسو د نړیوال صندوق د پور پرې کولو پر ځای، د کرونا ویروس له وبا سره د مبارزې لپاره او د روغتیايي امکاناتو په زیاتولو ولګوي."

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون نن، د اپرېل په ۱۴مه، وویل چې په ټوله نړۍ کې یو اعشاریه ۹ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او تر یولک اونولس زره زیات کسان له دې کبله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز نن خبریالانو ته وویل چې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ۷۱۴ ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

فېروز الدین فېروز ویلي چې تر اوسه د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنه مړه شوي دي.

د هغه په وینا، له پرون راهیسې د کرونا ویروس ۴۹ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د فېروز په وینا، په وروستۍ یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په کندهار کې ثبت شوې دي.

کندهار له هغو ولایتونو دی چې په وروستیو کې له پاکستانه زرګونه کسان پرته له دې چې دقیقه معاینه او د کرونا ویروس لپاره ټېسټ شي، له پاکستانه پر پوله را تېر شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مخکې خبرداری ورکړی و چې ښايي تر یو ملیون زیات افغانان په کرونا ویروس اخته شي او تر یو لک زیات وګړي ښايي له دې امله مړه شي.

نړیواله ټولنه په ځلونو افغانستان کې د روغتیايي امکاناتو د کموالي، د کمزوري اقتصاد او روغتیايي خدماتو د محدودیت له امله د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

د تېرې شنبې په ورځ اروپايي ټولنې وویل چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۱۷ میلیونه ایرو مرسته کوي.

نړیوال بانک هم په دې برخه کې له افغانستان سره د ۱۰۰ اعشاریه څلور میلیونه ډالرو مرستې غږ کړی دي.

د افغانستان حکومت په لویو ښارونو کې بندیز لګولی او بار بار له خلکو غوښتنه کوي چې له کورونو دي نه راوځي او د ویروس په کنټرول کې دې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG