د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

'د سوداګریزو بانکونو د پور په ورکړه کې د ځنډېدو جریمه بخښل کېږي'


ارشیف
ارشیف

د افغانستان بانک د بانکونو له ټولنې سره په هغه طرحه کار کوي چې له مخې یې د راپور په ورکولو کې د ځنډ له امله جریمه وبخښل شي.

یو شمېر کوچني سوداګر چې له بانکونو یې قرضې اخیستي اوس مهال د پیسو میاشتنۍ ورکړې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي د قرنطین پر مهال چې کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي د دغه میاشتنیو پیسو د ورکړې توان نه لري.

فریدون چې ۳۲ کاله عمر لري د کابل په کارته نو سیمه کې ژوند کوي.

نوموړي د کراچۍ د پېر لپاره له بانکه ۳۰ زره افغانۍ پور اخستی خو وایي د قرنطین له امله له تېرو درېیو اوونیو په کور ناست دی خو بانک د میاشتنۍ پیسو په ورکړه ټینګار کوي.

هغه زیاتوي: "دېرش زره روپۍ مې پور اخیستی وو، د خپل ورځني کار د پرمخ وړولو په هدف، اوس چې د قرنطین له امله هېڅ کار نشته او په کور یم خو په ۲۷ مه نېټه باید د بانک پور ورتسلیم کړم خو نه پوهیږم څنګه دا پور خلاص کم."

رحیم هغه څوک چې د موټر د پېر په هدف یې له بانکه اتیا زره افغانۍ پور اخیستی، دی وایي څو میاشتې وړاندې یې دا پور واخیسته څو موټر واخلي او کار پرې وکړي خو له تېرو درېیو اوونیو یې موټر په کور کې بې کاره ولاړ دی.​

د کابل منډوي چې کاروبار په کې په ټپه ولاړ ده.
د کابل منډوي چې کاروبار په کې په ټپه ولاړ ده.

د رحیم په وینا اوس ورته د بانک کارمندانو اخطار ورکړی که د بانک میاشتنۍ پیسې ورنکړي نو د کور لوښي به یې په بدل کې ترې یوسي.

رحیم زیاتوي: "ما د موټر د اخېستلو په هدف له بانک نه اتیا زره افغانۍ پور اخیستی، وروسته له هغې چې د قرنطین پروسه پیل شوه، بانک ته مې وویل دا چې زه موټر چلونکی یم خو اوس کار نشته باید ما سره مراعت وشي، خو د بانک کارکونکو راته وویل چې دا زموږ ستونزه نه ده او په قرارداد کې لیکل شوي چې هیڅ پلمه د منلو وړ نه ده باید پیسې ورکړې، زموږ غوښتنه داده تر هغې چې قرنطین یو باید موږ سره مراعت وشي."

له کلونو راهیسي خلک د خپلو کوچنیو سوداګریو د پرمختګ په هدف له بانکونو کوچني پورونه اخلي او په میاشتني ډول لږې لږې روپۍ بانک ته ورکوي تر هغې چې پور یې پای ته ورسېږي.

خو اوس چې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف په کابل ښار کې ګرځبندیز اعلان شوی او زیات خلک په کورونو کې بند پاتي او ورځني کارونه ځنډېدلي دي پور اخیستونکي وایي تر هغه وخته چې حالت عادي نه شي باید بانکونه ترې میاشتني پورونه ونه غواړي ځکه دوی یې د ورکړې توان نه لري.

په همدې حال کې د افغانستان بانک وایي په داسې طرحه کار کوي چې له مخې یې دغه بانک ته د راپور ورکولو پر مهال د ځنډ له امله جریمه وبخښل شي او دا پروسه به د روان کال د جون تر اخره دوام ولري.

د دې بانک ویاند شریف الله شګیوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یوازې جریمه بخښل کېږي خو پور ورکونکي به خپلې میاشتنۍ پیسې تحویولوي.

ارشیف
ارشیف

شګیوال زیاته کړه: " د افغانستان بانک د بانکونو له ټولنې سره په یوه طرحه کار کوي چې له مخې لږترلږه وتوانېږو هغه کسان چې له بانکونو یې پورونه اخیستي او د میاشتني ځنډ له امله جریمه کېږي او دغه شان بانکونه چې د راپورو ورکولو د ځنډ له امله جریمه کېږي له دې وروسته به د جون میاشتې تر اخره نه جریمه کېږي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوه عبدالقادر جیلاني وایي حکومت او خصوصي بانکونه باید د کوچنیو پورونو اخېستونکو ته چې ګرځبندیز له امله میاشتنۍ پیسې نه شي ورکولای وخت ورکړي چې د قرنطین د پای ته رسېدو نه وروسته خپل پورونه خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG