د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۲

ویسا: کرونا سره شعاري چلند مه‌کوئ

د کابل یو شمېر چاپ شوي ورځپاڼې
د کابل یو شمېر چاپ شوي ورځپاڼې

کابل چاپ ډېری ورځپاڼو په افغانستان کې د کرونا ویروس او د افغان سیاستوالو ترمنځ د سیاسي کړکېچونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې چې حکومت باید د جوماتونو په وړاندې جدي اقدام وکړي، په خپله سرمقاله کې لیکلي په دې سربېره چې حکومت اعلان کړی چې جوماتونه رخصت دي، خو بیا هم د جمعې په ورځ په ډېری جوماتونو کې لمونځ ادا شو.

ورځپاڼه ټینګار کوي، څه ډول چې د کورنیو چارو وزارت ښارونو کې په تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي، باید ټول جوماتونه هم تعطیل شي.

ورځپاڼې د ولسمشر د دوهم مرستیال په حواله لیکلي، که چېرې اوس سخت بندیزونه ولګول شي او وضعیت همداسې دوام پيدا کړي، د دې احتمال شته چې د کرونا ویروس په لومړۍ مرحله کې درې لکه کسان مړه شي، خو که تدابیر جدي ونه‌نیول شي، د دې احتمال هم شته چې یو میلیون انسانان په افغانستان کې د (کووېډ-۱۹) له امله مړه شي.

هشت صبح خبرداری ورکړی، که جوماتونه تعطیل نه‌شي، د تلفاتو شمېر به زیات شي، ورځپاڼه استدلال کوي کله چې عربستان مکه او مدینه تعطیل کوي نور دلیل نه‌پاتې کېږي چې په کابل کې جوماتونه پرانیستي وي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "له کرونا سره شعاري چلند مه‌کوئ."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا ویروس له کابل او هرات سربېره په نورو ولایتونو کې هم د خپرېدو په حال کې دی، خو د لیکوال په اند چارواکي ادعا لري چې له شرایطو سره سم ترتیبات نیول کېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې له ۵۰ فیصده زیات افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، حکومت له مرستې پرته نه‌شي کولای دغه بې‌وزلې په کور کېنوي.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې حکومت باید عملاً د خوراکي موادو د وېش په پروګرام کې مرسته وکړي.

د لیکوال په باور حکومتي سیاستوال او حتی مدني فعالان په سیاسي کړکېچونو کې مصروف دي او د عامې روغتیا وزارت په یوازې توګه له دې ناورین سره مبارزه نه‌شي کولای.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې کرونا ویروس افغانان سخت اندېښمن کړي، د سیاسي رهبرانو ترمنځ د واک په سر جنجالونو د خلکو دغه ستونزې نورې هم زیاتې کړې.

لیکوال زیاتوي، که څه هم ځینې سیاستوال هڅه کوي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونه ختم کړي، خو د ورځپاڼې په باور د دوی خودخواهي د دې لامل شوې چې دغه هڅې پایلې ورنه‌کړي.

سرمقاله لیکونکی خبرداری ورکوي، که غني او عبدالله د یوې سیاسي ادارې په تشکل سره جوړ نه‌شي او یو ټول‌شموله حکومت رامنځته نه‌کړي، امریکا به خپل ټول ځواکونه له افغانستان نه وباسي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG