د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۶۵ ته ورسېد


ارشیف، د کرونا ویروس د ناروغانو د موندلو لپاره لومړنۍ معاینه
ارشیف، د کرونا ویروس د ناروغانو د موندلو لپاره لومړنۍ معاینه

په افغانستان کې د کرونا ویروس د لومړنۍ پېښې له ثبت ۵۰ ورځې وروسته په‌دې ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۶۵ ته ورسېد.

افغانستان عامې روغتیا وزارت مسؤلین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۸ نویو مثبتو پېښو له ثبت خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۵» یوه خبرې کنفرانس ته وویل چې اوس‌مهال په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۶۶۵ ته رسېږي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار
د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ډېره‌یې په کندهار کې ۲۸، په کابل کې ۱۳، په هلمند کې ۷، په نیمروز کې ۶ په تخار کې ۳ او په کندز کې ۱ ده چې په ټوله کې د افغانستان په کچه د مثبتو پېښو شمېر ۶۶۵ ته رسېږي."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه د کرونا ویروس له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۸ تنه بېرته روغ شوي دي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، په هېواد کې روان وضعیت کړکېچن دی، خو پر خلکو یې غږ وکړ، څو د قرنطین شرایط په پام کې ونیسي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت د کرونا ویروس له امله د یو پولیس چارواکي د مړه کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه پولیس چارواکی د کرونا ویروس له امله مړ شوی او ۱۱ نور پولیس سرتېري چې د هغه همکاران وو، قرنطین دي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، د کابل د پولیسو د ۷مې حوزې د پېژند مدیر امیر محمد د کرونا ویروس له امله کابل کې په یوه روغتون کې له څو ورځې بسترېدو وروسته، تېره ورځ ساه ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروې امیني ازادي راډيو ته وویل چې د دغه افسر د ۱۱ نورو ملګرو نمونې عامې روغتیا وزارت ته استول شوې دي.

هغې زیاته کړه: "په کومو سیمو کې چې زموږ دغه همکار حضور درلود، ۱۱ نور ملګري یې هم قرنطین دي او موږ له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتي چې د وینې د معایناتو نتایج ژر تر ژره دوی ته واستوي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني

اغلې امیني وايي، افغان سرتېري له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. هغه له خلکو غواړي چې د قرنطین شرایط مراعت کړي څو امنیتي ځواکونه او خلک له دې ګواښوونکي ویروس څخه وژغورل شي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، اوس‌مهال کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ هغه ولایتونه دي چې په‌‌کې د کرونا ویروس د ازمایښت لابراتوارونه فعالیت کوي او عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په نورو ولایتونو کې هم ورته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG