د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

پکتیا کې ۲۰ زره رضاکارانو د کرونا ویروس عامه پوهاوی پیل کړ


د پکتیا والي شمیم کټوازی
د پکتیا والي شمیم کټوازی

په پکتیا کې د کرونا د ناروغۍ په وړاندې د عامه پوهاوي لپاره د رضاکارانو ۲۰ زره کسیزې کمېټې په فعالیت پیل وکړ.

د دغې کمېټې غړي به کور په کور ګرځي او خلکو ته به د دې ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ښوونکو او زده‌کوونکو دغه کمېټه به د مشکوکو ناروغانو د پیدا کولو او روغتیایي مرکزونو ته د لېږلو ترڅنګ د هغو بې‌وزله کورنیو په اړه هم دقیق معلومات راټولوي چې د قرنطین په شپو او ورځو کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وي.

نوموړي زیاته کړه: "د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، په دې کمېټه کې د دې ولایت ټول شاوخوا ۵۵۰۰ ښوونکي او د لېسو د ۱۰مو، ۱۱مو او ۱۲مو ټولګیو زده‌کوونکي برخه لري او کمېټې ته ورسپارل شوي ټول کارونه به له نږدې تعقیب کړي."

په پکتیا کې د ښوونکو او زده‌کوونکو ګډه دغه کمېټه په داسې حال کې جوړېږي چې لا هم د دې ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې خلک د دې ویروس په اړه معلومات نه‌لري او د روغتیا ورازت له لارښوونو خلاف له کورونو بهر راوځي او خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بیایي.

XS
SM
MD
LG