د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

پیسو نړیوال صندوق: نړۍ به د تېرو ۹۰ کلونو له بې‌ساري اقتصادي بحران سره مخ شي


ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي.
ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي.

د پیسو نړیوال صندوق اټکل کوي چې د کرونا ویروس د سرایت له کبله نړۍ ښايي له داسې لوی اقتصادي بحران سره مخامخ شي چې ساری به‌یې په تېرو ۹۰ کلونو کې نه‌دی لیدل شوی.

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) مشرې پرون وویل چې د کرونا ویروس د وبا له کبله د نړۍ راتلونکې ناڅرګنده ښکاري او خبرداری یې ورکړ چې ښايي وضعیت تر دې هم خراب شي.

کریستالینا جورجیوا پرون د اپرېل په نهمه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په سږني ۲۰۲۰ کال کې د دغه بحران ساری به د ۱۹۲۹ او ۱۹۳۳ کلونو ترمنځ له ستر اقتصادي کړکېچ څخه په راوروسته کلونو کې نه‌وي لیدل شوی.

د پیسو نړیوال صندوق مشره کریستالینا جورجیوا
د پیسو نړیوال صندوق مشره کریستالینا جورجیوا

مېرمن جورجیوا دا وینا داسې مهال کوي چې له نړیوال بانک سره د 'ای اېم اېف' ګډه پسرلنۍ غونډه راتلونکې اوونۍ په پام کې ده. دا غونډه د کرونا ویروس د محدودیتونو له کبله د وېډیو کنفرانس له لارې پلان شوې ده.

د پیسو نړیوال صندوق مشرې وویل چې په روان کال کې به د ټولې نړۍ اقتصادي وده په چټکۍ سره په شا ولاړه شي او د دې نړیوالې مالي مؤسسې له ټولو ۱۸۰ غړو هېوادونو څخه په ۱۷۰ کې به‌یې د سړي سر کلنی عاید په کمېدو شي.

هغې هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې وضعیت ښه شي.

مېرمن جورجیوا زیاتوي: "هېڅ شک نه‌شته چې ۲۰۲۰ کال به په بې‌ساري ډول ستونزمن وي. که دا وبا د کال په دوهمه نیمايي کې مخ په ځوړ شي، نو ورسره به د کرونا ویروس د مخنیوي اقدامات هم په تدریجي ډول په کمېدو شي چې له دې سره به اقتصاد وغوړېږي، نو هغه مهال به زموږ ابتدايي تصور دا وي چې ۲۰۲۱ به د نسبي ښېګڼې کال وي."

که څه هم یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس د اقتصادي اغېزو د کمولو لپاره د شااوخوا اته تریلیون ډالرو په ارزښت پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي، خو د 'ای اېم اېف' مشرې پر حکومتونو غږ وکړ چې داسې اقتصادي امکانات برابر کړي چې د اوسنيو ستونزو له کبله پر بزنسونو د راتلونکو ناوړه اغېزو مخنیوی وکړي.

د کرونا ویروس له امله د نړۍ مخ پر ځوړ اقتصاد
د کرونا ویروس له امله د نړۍ مخ پر ځوړ اقتصاد

تمه ده چې د پیسو نړیوال صندوق د اپرېل په ۱۴مه نېټه د خپلو غړو هېوادونو لپاره په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د نړیوال اقتصاد په اړه خپل خواشینوونکی اټکل خپور کړي.

دې راپور چې جزئیات‌یې په جنوري میاشت کې د کرونا وبا له خپرېدو مخکې راټول شوي وو، د دې کال لپاره په سلو کې د ۳،۳ او د راتلونکي ۲۰۲۱ کال لپاره په سلو کې د ۳،۴ ودې اټکل کړی و.

XS
SM
MD
LG