د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

اکسفام: د نړۍ مشران دې د مرستو بشپړه بسته وړاندې کړي


د مرستو رسولو نړیواله ډله اکسفام
د مرستو رسولو نړیواله ډله اکسفام

د مرستو رسولو نړیواله ډله اکسفام د نړۍ له مشرانو غواړي چې د مرستو بشپړه بسته وړاندې کړي.

د دې ډلې هدف دا دی چې د کرونا ویروس د منفي اقتصادي اغېزو په خاطر څه باندې نیم میلیارد خلک له بې‌وزلۍ سره مخ نه‌شي.

اکسفام نن په یوه راپور کې ویلي شتمنو هېوادونو د دې ناورین پر مهال وښودله چې د خپل اقتصاد د ملاتړ لپاره زرګونه میلیارده ډالره چمتو کولای شي.

د اکسفام په خبره دا هېوادونه باید د بې‌وزلو هېوادونو لپاره هم دا کار وکړي.

د ډې دلې په خبره اړتیا یې ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د مخ پر ودې هېوادونو د ملاتړ لپاره دوه نیم ټریلیونه ډالره بېل کړي.

دا هغه اندازه پیسې دي چې د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا یې اټکل شوی.

XS
SM
MD
LG