د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

اروپايي ټولنه د یوه همغږي اقتصادي پلان په رامنځته کولو کې پاتې راغله


ارشیف
ارشیف

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیران نن په یوه بېړنۍ غونډه کې د کرونا ویروس پر ضد د یوه همغږي اقتصادي پلان په رامنځته کولو کې پاتې راغلل.

دوی وویل چې دا غونډه به سبا د اپرېل په نهمه نېټه دوام وکړي.

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په پلانونو کې د دغو هېوادونو د توپیرونو لیرې کولو په اړه بېړنۍ غونډه وکړه.

تر بحثونو وروسته د اروپايي ټولنې د ماليې وزیران پر یوه همغږي پلان موافقې ته ونه‌رسېدل.

دوی به د اپرېل په نهمه نېټه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

صربیا کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار
صربیا کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار

د دوی تمرکز د 'کوويډ-۱۹' په غبرګون کې د اروپايي ټولنې پر یوه مهمه اقتصادي پالېسۍ وه.

د یورو ګروپ د رئیس ماریو سینتیو پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل: "تر ۱۶ ساعته بحث وروسته موږ یوه توافق ته نږدې شوي یو، خو تر اوسه هدف ته نه‌یو رسېدلي."

دغو وزیرانو د اپرېل په اوومه نېټه د وېډیو کنفرانس له لارې غونډه وکړه.

دوی په داسې حال کې خپل وړانديزونه وکړل چې په اقتصادي برخه کې فشارونه لا زیات شوي او د ویروس له کبله په کورو کې د خلکو له پاتې کېدو سره پر ټولنیز اقتصاد یې اغېزې زیاتې شوې دي.

د دوی د پلان مهم ټکي د ګډ اروپايي پور یا کرونا بانډ ورکول دي.

د کرونا بانډ د وړاندیز له مخې به یو داسې یورو زون رامنځته شي چې د بېلابېلو اروپایي هېوادونو مالي وسیلې یا ابزار سره یوځای شي.

ایټالیا
ایټالیا

هدف‌يې د کرونا ویروس له کبله د اغېزمن شوي اقتصاد بېرته پر پښو درول دی.

یو شمېر اروپايي هېوادونه چې پوروړي دي لکه ايټالیا او اسپانیا، په دې برخه کې له اروپایي ټولنې یووالی غواړي چې د پور بار ټول په ګډه پورته کړي.

فرانسې چې اغېزناک هېواد دی، هم د داسې یوه وړانديز ملاتړ څرګند کړی دی.

خو بډایه هېوادونو لکه جرمني، هالند او فنلند، د نورو هېوادونو د پور له پرې کولو ډډه کړې.

دوی وېره لري چې مالیه ورکوونکي وګړي به‌یې د اروپايي ټولنې هغه غړي له اقتصادي بحرانه باسي چې په خپله‌یې سپما نه‌ده کړې.

برلین او متحدان‌یې غواړي د اروپايي ثبات مېکانیزم په نوم یو سیستم بېرته فعاله کړي چې د هغو هېوادونو سره په فنډ کې مرسته وکړي چې اقتصادونه‌یې د کرونا ویروس له کبله اغېزمن شوي وي.

خو ایټالیا او اسپانیا بیا له دې وړانديز سره مخالفت ښيي.

دا سیستم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې جوړ شوی وو او شرایط‌يې ډېر سخت ګڼل کېږي.

بډایه هېوادونه استدلال کوي چې دا شرایط د اوسني بحران له کبله کمېدای شي.

همداراز د اروپايي پانګونې بانک له‌خوا د یو تضمین کوونکي فنډ په اړه هم بحث روان دی چې ډېوالي شوي شرکتونه وپېري او همداراز یو داسې فنډ چې د کارکوونکو معاشونه ورکړي کنه هغوی به بې‌دندې پاتې وي.

د چک پلازمېنه پراګ ښار د قرنطین پر مهال
د چک پلازمېنه پراګ ښار د قرنطین پر مهال

اروپايي مرکزي بانک له مخکې لا د ۷۵۰ ملیاردو یورو یو پلان اعلان کړی چې په یوروزون کې حکومتي او سوداګریز پور پرې کړي او پر اقتصاد د کرونا ویروس منفي اغېز کم کړي.

اروپايي کمېسیون بیا د دولتي مرستې او بودجې قوانين اسانه کړي دي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG