د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۱۱

نړۍ

اروپايي ټولنې او بریتانیا پر تجارت پلان شوې مذاکرې لغوه کړې

ارشیف.

اروپايي ټولنه او بریتانیا وايي دوی له برګزېت یا له اروپايي ټولنې د بریتانیا تر وتلو وروسته پر تجارت پلان شوې مذاکرې لغوه کړلې.

دغه مذاکرې چې راتلونکې اوونۍ ته پلان شوې وې، د کرونا وایروس د خپرېدو له بېرې لغوه شوې.

د مرکچیانو ډلو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، دوی پر موازي لارو چارو غور کوي چې دغه خبرې د احتمالي وېډیو کنفرانس په ګډون په یو ډول نه یو ډول دوام پیدا کړي.

بریتانیا له اروپايي ټولنې د جنورۍ پر ۳۱مه ووتله.

په پام کې وه د تجارت پر موضوع دا مذاکرې په لندن کې د مارچ له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې وشي.

شااوخوا ۱۰۰ اروپايي مرکچیانو بریتانیا ته سفر کړی چې په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو ۵۹۰ تأیید شوې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

خو د بریتانیا حکومت وايي احتمال لري چې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر د ۵۰۰۰ او ۱۰ زره کسانو ترمنځ وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا له نوې ادارې د فلسطین او عربي ټولنې غوښتنه

محمود عباس

فلسطیني اداره او عربي ټولنه وایي، هیله لري چې د امریکا متحده ایالاتو نوې اداره د فلسطین د خپلواک دولت په جوړېدو کې مثبت رول ولوبوي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس او د عربي ټولنې عمومي منشي احمد ابو الغیظ پرون یکشنبه د مصر پلازمېنه قاهره کې د اسرائیل او فلسطین د شخړې په اړه خبرې وکړې.

چارواکو ویلي، د اردن پادشاه عبدالله هم له محمود عباس سره کتلي او هیله‌یې څرګنده کړې چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د اسرائیل او فلسطین د شخړې په هواري کې رول ولوبوي.

د اردن حکومت په بیانیه کې راغلي، د دغه هېواد پادشاه ټینګار کړی چې له فلسطین سره د خپلواک دولت په جوړولو او مشروع حقونو ته د لاسرسي په چارو کې اوږه په اوږه درېږي.

جوبایډن نن د ورځنیو استخباراتي معلوماتو لومړنی راپور ترلاسه کوي

جوبایډن او د کابینې یو شمېر غړي یې

نن به د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د ورځنیو استخباراتي معلوماتو لومړنی راپور ترلاسه کړي.

دا خبره د بایډن دفتر په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

دغه راپورونه چې "د ولسمشر د ورځنیو معلوماتو " په نوم پېژندل کېږي، په نړیواله کچه ملي امنیت ته د ورپېښو لویو ګواښونو په اړه وي.

له دې وړاندې د نومبر په ۲۴مه د برحاله ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې ویلي و، بایډن ته د لېږد پړاو په رسمي ډول پیلېدای شي.

بایډن او ټیم‌یې پخوا د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو منعه شوي وو.

د منتخب ولسمشر دفتر ویلي، بایډن به له دې معلوماتو وروسته له سلاکارانو سره هم وګوري.

بایډن د جنورۍ په ۲۰مه نېټه لوړه کوي.

بریتانیا د کرونا ویروس ضد دوه میلیونه دوزه نور واکسین هم برابر کړ

ارشیف

د بریتانیا چارواکو ویلي، راتلونکو اوونیو کې د کرونا په ضد د پراخ واکسین له پیلولو مخکې یې دوه میلیونه دوزه نور واکسین هم برابر کړی.

بریتانیا چې په اروپا کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ډېره مړینه لري نن دوشنبه ویلي، هیله لري چې د کرونا واکسین په پیلېدو کې د نړۍ لومړنی هېواد شي.

بریتانیا کې چې ۶۷ میلیونه نفوس لري، تر اوسه څه باندې ۵۸ زره کسان کرونا مړه کړي دي.

د بریتانیا حکومت موافقه کړې چې له بېلابېلو تولیدي شرکتونو څخه به ۳۵۰ میلیونه دوزه واکسین واخلي، په دې شرط چې واکسینونه‌یې ګټور ثابت شي.

ګارډین او فایننشل ټایمز ورځپاڼو د روغتونونو په حواله ویلي چې د دسمبر په دوهمه اوونۍ کې به د واکسینونو لومړني دوزونه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې امریکا کې هم ډسمبر میاشت کې د کرونا ضد واکسین پيل شي.

نړۍ کې د کرونا زیاتېدونکې پېښې؛ بریتانیا کې ۱۲ زره کسان تازه اخته شوي

ارشیف

په داسې حال کې چې تر تېرې شپې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۶۲ میلیونو واوښت، بریتانیا په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ زره کسانو د اخته کېدو او ۲۱۵ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر ۱۴ لکو اوښتی دی.

په ترکیه کې هم پرون د اوومې ورځې په مخه په کرونا ویروس د خلکو د مړینې اندازه زیاته ښوول شوې او چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ترکیه کې د ۱۸۵ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

نایجریا کې یوې وسله‌والې حملې لږ تر لږه ۱۱۰ ملکیان وژلي

ارشیف، نایجریا کې له یوې حملې وروسته سیمه

په نایجریا کې لږ تر لږه ۱۱۰ ملکیان په یوه وسله‌واله حمله کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ چې دغه ۱۱۰ کسان د شنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال ختیځ کې وژل شوي دي.

د نایجریا لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اډوارډ کالون وویل، موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر هغو نارینه او ښځو چې په بورنو ولایت کې یې په کروندو کې کار کاوه، ډزې وکړې.

ګڼ شمېر نور ټپیان شوي او ځیني تښتول شوي دي.

که څه هم د دې حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی، خو د افریقا په لوېدیځ کې د بوکو حرام افراطي ډلې ترڅنګ داعش ډلې هم په وروستیو کلونو کې ځینې خونړۍ حملې کړې دي.

بلاروس کې د مظاهرو دوام؛ ۱۳۰ کسان په پلازمېنه مېنسک کې نیول شوي

بلاروس کې مظاهرې

په بلاروس کې له واکه د الکساندر لوکاشینکا د لیرې کېدو په هدف د روانو مظاهرو پر مهال په لسګونه مظاهره‌چیان ونیول شول.

د ویانسا په نوم د بشري حقونو یوه ملاتړې ډله وايي، پرون یکشنبه لږ تر لږه ۱۳۰ کسان په پلازمېنه مېنسک او بارا ولیاني ښار کې نیول شوي دي.

دا دوهمه اوونۍ ده چې په بلاروس کې مظاهره‌چیان د «ګاونډیانو د مارش» په نوم لارو سړکونو ته په اعتراض راوځي.

اوس مظاهره‌چیانو خپله تګلاره بدله کړې، دوی پر وړو ډلو وېشل شوي او په بېلابېلو سیمو کې په مظاهرو راوځي چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا یې نیول ستونزمن شي.

د ازادي راډیو بلاروسۍ څانګې راپور ورکړی چې پرون امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو پر خلاف اوښکې بهوونکی ګاز او بې‌سدوونکي لاسي بمونه کارولي دي.

په بلاروس کې د اګسټ میاشتې له نهمې د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته چې الکساندر لوکاشینکا یې ګټونکی اعلان شوی، مظاهرې روانې دي. اپوزېسون وايي په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

چک جمهوریت د کرونا له امله د لګول شویو محدودیتونو د کمولو اعلان کړی

ارشیف، د چک جمهوریت پراګ ښار یوه څنډه

چک جمهوریت چې په اکټوبر میاشت کې د کرونا وبا د مهارولو لپاره شدید محدودیتونه لګولي وو، د ډسمبر میاشتې له درېیمې د محدودیتونو کمولو اعلان کړی دی.

په چک جمهوریت کې به رستورانتونه پرانیستل کېږي، خو فعالیت به‌یې محدود وي.

د اروپا په دغه هېواد کې به د شپې له خوا ګرځبندیز هم لیرې شوي او ځینو ورزشي فعالیتونو به هم اجازه ورکړل شي.

بېلاروس کې د اعتراضونو دوام؛ لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي

ښايي د ورځې په اوږدو کې د نیولو شویو لاریون کوونکو شمېر زیات شي. 

د بېلاروس امنیتي ځواکونو نن لسګونه لاریون کوونکي ونیول.

خلکو په بېلاروس کې د اګست له ۹ د الکساندر لوکاشینکا پر ضد لاریونونه پیل کړل او هر وار د پولیسو له خوا نیول شوي.

د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه مېنسک کې لږ تر لږه ۴۵ تنه نیول شوي.

ښايي د ورځې په اوږدو کې د نیولو شویو لاریون کوونکو شمېر زیات شي.

الکساندر لوکاشینکا د اګست نهمې ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی اعلان شوی خو خلک او اپوزیسیون یې نه منی او وايي، چې لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړی.

اروپايي ټولنې په الکساندر لوکاشینکا بندیزونه هم لګولي او د هغه بیا ځلي ټاکنه یې په رسمیت نه ده پېژندلې.

لوکاشینکا نږدې درې لسیزې په بېلاروس واک چلوي.

پېژندل شويو دوو متقاعدو سوک وهونکو تېره شپه لوبه کړې

دوی دواړه په ځوانۍ کې څو دورې د اتلولۍ کمربندونه ګټلي دي.

په نړیواله کچه پېژندل شویو متقاعدو سوک وهونکو مایک ټایسن او روی جونز بېګا له خیریه ټولنو سره د مرستې په هدف سره ولوبېدل.

لوبه د داورانوله خوا مساوي اعلان شوه.

ټایسن څلور پنځوس کلن اورویجونز ۵۱ کلن دی.

دوی دواړه په ځوانۍ کې څو دورې د اتلولۍ کمربندونه ګټلي دي.

لوبه د لاس انجلس ښار په سټاپلس مرکز کې وشوه.

خلک ځکه لیدو ته نه و ورپرېښودل شوي چې امریکا د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر داسې لوبې یواځې په ټلویزیون ښکاروي.

سبا په خيبر پښتونخوا کې پولیو ضد واکسین کمپاين پيلېږي

آرشیف

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د پوليو د کنټرول اداره سر له سبا د پولیو د واکسین یو اوونیز کمپاین پيلوي.

د خیبرپښتونخوا د پولیو ضد د کمپاین مسوولینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې ټول ټال ۶۴ لکه ماشومان به په دې اوه ورځنۍ دوره کې واکسین شي.

د خیبرپښتونخوا په لرو پرتو سیمو کې ځینې خلک اجازه نه ورکوي چې ماشومان یې د پولیو پر ضد واکسین واخلي.

د یوه فلج شوي ماشوم حمزه خان پلار سخت پښېمانه دی چې زوی یې نه دی واکسین کړی.

هغه زياتوي: "خلک دې سرغړونه نه کوي، د خدای په خاطر دا ډېره خطرناکه ناروغي ده، ما یې زور وليد، ما د دغه هلک ګرمي ولیدله، که الله بچ کړ خو ښه کار به وي خو که نه شو د ده به څه ژوند وي؟."

سږ ۲۰۲۰ کال په پاکستان کې ۶۵ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي چې ۲۲ یې په خیبرپښتونخواه کې دي.

روسیه کې د بندیزونو نه‌رعایتولو په خاطر تر یو میلیون ډېر کسان جریمه شوي

روسیه کې روغتیايي کارکوونکی

د روسیې پولیسو تر یو میلیون ډېر خلک په دې خاطر جریمه کړي چې د کرونا ویروس د نه‌خپرېدو لپاره بندیزونه‌یې نه‌دي رعایت کړي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت پرون (شنبه) تاس خبري اژانس ته وویل، قانون نافذوونکو د قرنطین د مقرراتو د نه‌رعایتولو په خاطر یو میلیون او ۱۰۰ زره کسان جریمه کړي دي.

د کرونا ویروس د بندیزونو د نه‌رعایتولو په خاطر په روسیه کې لږترلږه جریمه زر روبله ده چې ۱۳ ډالره کېږي.

روسیه په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو د ډېروالي له نظره څلورم هېواد دی.

تر اوسه په دغه هېواد کې ۲ میلیونه او ۲ لکه تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۹ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

په اروپا کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر ۴ لکو واوښت

اسپانیا کې د کرونا ویروس له امله د مړه شويو کسانو د خښولو لړۍ

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول د مرکز د شمېرو پر اساس، په تېرو ۸ میاشتو کې چې کرونا وبا خپره شوې ده، په اروپا کې ۴ لکه ۹۵۰ تنه مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په پنځو هېوادونو؛ لکه بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، اسپانیا او روسیه کې مړه شوي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې بیا یوازې په نومبر میاشت کې ۴ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د ورتېرې میاشتې دوه برابره دي.

په دې هېواد کې د ورځې په متوسط ډول نږدې یو نیم زر تنه مري او د دې ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه څه باندې ۲ لکه ۶۶ زره تنه مړه شوي دي.

له روسیې څخه جرمني ته د 'نارد ستریم ۲' نل‌لیکې د جوړولو کار بیا پیلېږي

دا نل‌لیکه د بالتیک سمندرګي په تل کې تېرېږي.

له روسیې څخه جرمني ته د 'نارد ستریم ۲' په نوم د نل‌لیکې د جوړولو کار به د امریکا د بندیزونو له کبله له یو کال ځنډه وروسته د ډسمبر په لومړیو کې پیل شي.

دا نل‌لیکه د بالتیک سمندرګي په تل کې تېرېږي.

'نارد ستریم ۲' کمپنۍ پرون (شنبه) وویل، تر سمندر لاندې د نل‌لیکې د اېښودلو کار به ژر پیل کړي.

د جرمني 'اېن ډي ار ۱' راډیو وویل چې د دې پایپ لاین د جوړولو کار به د ډسمبر په پنځمه پیل شي.

د دې نل‌لیکې د جوړولو کار د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې وروسته له دې وځنډول شو چې امریکا پر دې پروژې بندیزونه ولګول.

د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به جرمني ته د روسیې د ګازو صادرات دوه برابره شي.

سبا د شانګهای د همکارۍ تړون د دایمي او څارونکو غړو سرمشریزه دایرېږي

ارشیف، بیجنګ کې د شانګهای د همکارۍ تړون سرمشریزه

د شانګهای د همکارۍ تړون د دایمي او څارونکو غړو سرمشریزه سبا (دوشنبه) د هند په کوربه‌توب په انلاین یا مجازي ډول دایرېږي.

په دې غونډه کې به د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم وینا وکړي.

ټاکل شوې ده چې په دې سرمشریزه کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په انلاین ډول جوړېږي، د ۸ غړو او ۴ څارونکو هېوادونو مشران ګډون وکړي.

چین، روسیه، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، هند او پاکستان د دې تړون دایمي غړي دي.

افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.

دا ځل به د هند په بلنه ترکمنستان هم د ځانګړي مېلمه هېواد په توګه په دې کنفرانس کې ګډون ولري.

پاپ فرانسېس ۱۳ نوي کاردینالونه وټاکل

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر ۱۳ نوي کاردینالونه وټاکل.

پاپ فرانسېس دوی ته پرون شنبه په واتیکان ښار کې د کرونا ویروس له کبله په محدودو مراسمو کې ګوتمۍ او ځانګړې خولۍ ورکړې.

کاردینال تر پاپ وروسته دوهم مقام لري چې د پاپ د ټاکلو صلاحیت هم لري.

پخوا به په سنټ پیټر کلیسا کې په زرګونه کسانو په دغسې مراسمو کې برخه اخیسته، خو پرون د هر کاردینال ۱۰ مېلمنو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې له پاپ فرانسېس پرته نورو ماسکونه کارولي وو او له یو بله‌یې فاصله درلوده.

پاپ فرانسېس تر اوسه د ۱۲۸ کاردینالونو له ډلې ۵۷ فیصده‌یې ټاکلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG