د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

مېرکل: د کرونا ویروس په خپرېدو اروپايي ټولنه له لوی ازمیښت سره مخ ده


د جرمني صدراعظم انګلا مېرکل
د جرمني صدراعظم انګلا مېرکل

د جرمني صدراعظمه وايي، د کرونا ویروس په خپرېدو اروپايي ټولنه د خپل تأسیس راهيسې له تر ټولو لوی ازمیښت سره مخ ده.

اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس دومره اغېزمن کړي چې پر دې ویروس د اخته کېدو او له کبله‌یې د مړینو شمېر کې کمی دې هېوادونو ته هیله‌مندي ورکوي.

ایټالیا تر اوسه په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړینو تر ټولو لوړه شمېره لري او بل اروپايي هېواد اسپانیا بیا په ټوله اروپا کې پر دې ویروس د اخته کسانو لوړ شمېر لري.

جرمني هم پر کرونا ویروس د اخته کېدو تر سل زرو زیاتې پېښې ثبت کړي، خو تلفات‌یې تر نورو هېوادونو یو څه کم دي.

په تېرو دوو ورځو کې په فرانسه کې وضعیت تر ټولو خراب شو او په کرونا ویروس د اخته کېدو او مړینو شمېر دغلته اوج ته ورسېد.

د امریکا له متحده ایالاتو وروسته چې په‌کې له ۳۵۰ زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته دي اسپانیا، ایټالیا، جرمني او فرانسه ځای لري.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د دوشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۶» په برلین کې وویل، د کرونا ویروس به خپله له‌منځه ولاړ نه‌شي او مبارزې ته اړتیا لري.

نوموړې اوسنی وخت د اروپا لپاره ننګوونکی وباله.

هغې زیاته کړه: "غواړم ووایم چې زما په باور اروپايي ټولنه د خپل تأسیس راهيسې، تر ټولو له لوی ازمون سره مخامخ ده."

ډېر اروپايي هېوادونه دا مهال په انزوا کې دي او په‌کې د وضعیت د بېرته عادي کېدو په اړه تر اوسه هېڅ خبرې نه‌کېږي.

زیاترو اروپايي هېوادونو د قرنطین دورې تمدید کړي او پرله‌پسې له خلکو غواړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

اخوا په امریکا کې د نیویارک ایالت چې په‌کې په کرونا ویروس د اخته کېدو او له کبله‌يې د مړینو پېښې د دې هېواد تر بل هر ایالت زیاتې دي، د نویو پېښو په ثبت کې د کمۍ خبره شوې ده.

د نیویارک والي انډریو کومو د دوشنبې په ورځ وویل، دا مهال د کرونا ویروس له کبله د نویو بسترېدونکو ناروغانو شمېر یو څه کم شوی، خو د مړینو شمېر بیا زیات شوی دی.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و چې هېواد لپاره به‌یې دوه اوونۍ ډېرې ستونزمنې وي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

پخوا په هغو ځایونو کې د غلا خطر و چېرې چې به پیسې، ګاڼې او یا نور قیمتي توکي ساتل کېدل، خو ښايي اوس د مخ ماسکونه یو له همدې قیمتي توکو څخه وي.

د اسپانیا په سنټیاګو ښار کې د دوشنبې په ورځ یوې ډلې غلو تر دوو میلیونو زیات ماسکونه غلا کړل.

د دې ماسکونو بیه شااوخوا پنځه میلیونه ایرو اټکل شوې.

د اسپانیا پولیسو د دې ماسکونو د غلا په تور یو سوداګر نیولی دی.

له کرونا وېره د دې سبب شوې چې په ګڼو اروپايي هېوادونو کې خلکو ته ماسکونه پیدا نه‌شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG