د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

جرمني کې په کرونا ویروس د اخته زرګونو کسانو درملنه شوې


ارشيف
ارشيف

په جرمني کې په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې د نږدې دوه ویشت نیم زرو درملنه شوې ده.

د نړۍ نیمايي خلک د کرونا ویروس له لاسه په یو ډول نه یو ډول قرنطین یا ایسار دي.

د دې ویروس چټکې خپرېدا او له امله یې د مړو د شمېر زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وخت په وخت د دې وُبا د مخنیوي لارې چارې خلکو ته ښوولي او دولتونو ته یې سپارښتنې کړي چې ټولې دا کړنلارې عملي کړي.

په ځینو هېوادونو کې د روغتیا پالانو هڅو، د سپارښتنو تطبیق او د خلکو همکاري ښه نتیجه ورکړې ده.

د جان هاپکنس پوهنتون او د ورلډ میټرس ویب پاڼې د تازه شمېرو په اساس په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له یو میلیون اوښتي او له ډلې یې نږدې دوه لکه او شل زره کسان بېرته روغ شوي هم دي.

جرمني یو له دغو هېوادونو دی چې په کرونا ویروس د اخته خلکو له ډلې یې یو پر څلورمه برخه بېرته جوړ شوي دي.

د جان هاپکنس پوهنتون او د ورلډ میټرس د ویب پانې د تازه شمېرو په اساس هلته په کرونا ویروس د اخته ۸۵ زرو کسانو له ډلې څه باندې دوه ویشت نیم زره بېرته روغ شوي دي.

د نړۍ د اکثرو هغو هېوادونو په نسبت چې په کې د جرمني په اندازه یا تر هغه زیات خلک پکې په کرونا ویروس اخته دي دا د روغو شویو خلکو لوړ شمېر دی.

جرمني تر چین او هسپانیې وروسته درېیم هېواد دی چې په کې زیات خلک بېرته ښه شوي دي.

په چین کې چې د کرونا ویروس اصلي سرچینه ده له ۸۲ نیمو زرو مثبتو پېښو څه باندې ۷۶ زره کسان جوړ شوي.

په هسپانیه کې سره له دې چې تر ايټالیا وروسته د مړیو شمېر په کې په ټوله نړۍ کې زیات دی له ۱۱۷ زرو خلکو نه دېرش زره کسان بېرته روغ شوي.

دا چې جرمني په څه ډول د کرونا ویروس د مخنیوي هڅې کوي د دغه هېواد په هایډلبرګ ښار کې د توراکس روغتون یو متخصص افغاني الاصله ډاکتر سمیر بیات یې په اړه وایي: "المان مخکې له دې چې دا ویروس ورته راشي خپل روغتیايي سیسټم آماده کړی و. روغتیاپالانو ته اړینې روزنې ورکړې وې. روغتونونو چمتو و. له خپلو همکارانو سره مو د دې تازه ناروغۍ د درملنې په لارو چارو بحثونه وکړل. یو تر ټولو ښه کار چې کوو هغه دا دی چې په ټول المان کې د اوونۍ دوه لکه کسان ازمویو څو روغ او ناروغ سره جلا کړو او د دې ویروس د زیات خپرېدو مخه ونیسو."

ډاکتر بیات او همکاران یې له څو ورځو راهیسې د کووید – ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره موظف شوي دي.

هغه ازادي راډیو سره په مرکه کې دا هم وویل چې د پخوانیو ناروغیو په اړه ډاکترانو ته معلومات ورکول، د ناروغانو د حال او احوال مطابق د ځینو درملو کارول او د طبي توصیو تطبیق د کرونا ویروس په مخنیوي کې اغېزمن تمامیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته سپارښتنه کوي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره باید له غونډو او مجلسونو کلکه ډډه وشي.
دا سازمان همدارز وايي چې د ورځې باید څو واره په صابون او مکروب وژونکو اوبلنو موادو یا ضد عفونی ژیلو باندې لاسونه ومینځل شي، خوله او پوزه په دستمال یا ماسک پټه شي او له خلکو سره نږدې تماس ونه نیول شي.

XS
SM
MD
LG