د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

ګڼو نړیوالو مرستندویه سازمانونو د غریبو هېوادونو پورونه وبخښل


د نړۍ ۱۴۰ مرستندویه ادارو چې د اکسفام او سېف د چلدرن هم په کې دي، دا بیان لاسلیک کړی دی.
د نړۍ ۱۴۰ مرستندویه ادارو چې د اکسفام او سېف د چلدرن هم په کې دي، دا بیان لاسلیک کړی دی.

د نړۍ ګڼ شمېر مرستندویه سازمانونو ویلي چې د نړۍ ډېرو غریبو هېوادونو ته ورکړي پورونه د دې لپاره ور وبخښل شي چې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې مرسته ورسره شوي وي.

په بریتانیا کې د جوبلي ډېپټ په نوم د مرستندویه ټولنې مشرې سارا کلفتن نن د اپرېل په ۷مه، وویل چې د ودې په حال کې هېوادونه له داسې اقتصادي ضربې سره مخامخ شوي چې هېڅ چا یې مخکې اټکل نه و کړی او په عین وخت کې د روغتیا په برخه کې تر سخت فشار لاندې دي.

د نړۍ ۱۴۰ مرستندویه ادارو چې د اکسفام او سېف د چلدرن هم په کې دي، دا بیان لاسلیک کړی دی.

په دې کمپاین کې ویل شوي چې له ۶۹ ډېرو غریبو هېوادونو سره شوی پور په بېړني ډول وبخښل شي.

په دې هغه پورونه هم شامل دي چې په غریبو هېوادونو کې افرادو ته د کریډټ په ډول ورکړ شوي دي.

دې ادارو اټکل کړی چې په دې ډول به له په نښه شویو هېوادونو سره ۲۵ بېلیونه ډالر پور ور وبخښل شي او که چېرې همدا کار د راتلونکي کال لپاره هم وشي، په ټوله کې به هغه هېوادونه چې ډېر غریب دي له ۵۰ بیلونه ډالر پوره خلاص شي.

دې سازمانونو همدا راز غوښتنه کړې چې په راتلونکې وخت کې هم د سپما په څېر پالیسو لپاره له ډېرو غریبو هېوادونو سره مالي مرستې له شرایطو پرته وشي.

نړیوال بانک او د پيسو نړیوال وجهي صندوق مخکې لا غوښتنه کړې وه چې سږ کال دې ډېرو غریبو هېوادونو ته ورکړی پور وځنډول شي او هغوی ته وخت ورکړ شي چې په نورو کلونو کې یې پرې کړي.

خو کلفتن ویلي چې دا کار ښايي په اوس وخت کې پیسې وسپموي خو په اوږده موده کې ډېر اغېز نه شي کولای.

کلفتن ویلي چې دوي فکر کوي چې پورونه باید په بېړني ډول لغو شي او په دې ډول به غریب هېوادونه د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره سملاسي پیسې تر لاسه کړي.

د مرستندویه ټولنو په ګډ بیان کې همدا راز ویل شوي چې د کرونا ویروس له امله د راغلې وبا تر پای ته رسېدو وروسته هم باید داسې یوه پروسه وي چې پر غریبو هېوادونو د پورونو بار ورسره کم شي.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق د بېړنیو حالاتو لپاره له ځانګړې بودجې پینځوس بېلیونه ډالر مخکې له مخکې لا جلا کړي او هېوادونوته یې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ورکوي.

نړیوال بانک
نړیوال بانک

دې ادارې ویلي چې ۸۰ هېوادونو مرسته غوښتې ده.

نړیوال بانک هم له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۴ بلیونه ډالر جلا کړي دي.

نړیوال بانک تېره اوونۍ وویل چې افغانستان ته به هم له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۰۰ اعشاریه څلور میلیونه ډالر مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG