د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

له کورونا ویروسه د تبلیغاتو په توګه د روسیې او چین استفاده


ارشیف، د چین ولسمشر شي جین پېنګ
ارشیف، د چین ولسمشر شي جین پېنګ

یوه امریکايي سناتور پر چین تور پورې کړی چې د کرونا ویروس له خپرېدو په استفاده پروپاګند کوي.

اروپايي ټولنې هم ویلي د کرونا ویروس له کبله د دې ټولنې د وېشل کېدو ناسم خبرونه هم پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.

چین او روسیه نړیوالو ته له نورو هېوادونو سره د دغو هېوادونو د مرستو په اړه د دولتي رسنیو راپورونه رسوي او په همدې حال کې ناسم معلومات خپروي.

د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ د چین له مرستو رسېدو وروسته د دې هېواد بیرغ مچوي، دا د چین د نړیوالې ټلوېزیوني شبکې د راپور یوه برخه ده.

د صربیا ولسمشر الکساندر وچېچ چینايي روغتیايي متخصصینو ته د ښه راغلاست پر مهال.
د صربیا ولسمشر الکساندر وچېچ چینايي روغتیايي متخصصینو ته د ښه راغلاست پر مهال.

د چین د ټلوېزیون ویانده په دې اړه داسې وايي: "د صربیا ولسمشر د کرونا ویروس پر وړاندې د چین په مبارزه کې د دې هېواد مرسته وستایله. الکساندر ووچېچ له چین څخه په مننې سره خپل هېواد ته د اروپايي ټولنې پر بې‌غورۍ انتقاد وکړ."

دا د کرونا ویروس څخه په استفاده بهرنیانو ته د تبلیغ او پروپاګند یوه بېلګه ده چې په لوېديځ کې د خطر زنګ ګڼل کېږي.

د اروپايي ټولنې پخوانی استازی کارل بیلټ وايي: "د چین شااوخوا نه څه مرسته‌یې لویه ښودلې، په داسې حال کې چې له اروپايي ټولنې څخه‌یې ډېرې مهمې مرستې ترلاسه کړي، خو په بدل کې يې یوه مننه هم نه‌ده کړې."

د اروپايي ټولنې هېوادونو په پلازمېنو کې هم همداسې څه تر سترګو شول لکه په هنګري کې.

هنګري
هنګري

د اروپايي ټولنې په یوه راپور کې چې د اپرېل په لومړۍ نېټه پر ټولنيزو رسنیو لاس پر لاس کېږي، ناسمې ادعاوې شوي چې د کرونا ویروس په خاطر اروپايي ټولنه وېشل شوې ده.

د جرمني لپاره د امریکا د مارشال صندوق ادارې غړې لارا روزنبرګر وايي: "هغه څه چې په خپرونو کې وینو، ډېری يې د چین پر مثبت تصوير ښودلو متمرکز دي. ټويټر کې تر دې لا بېل او شدید دا وینو چې هدف‌يې پر مخاطبینو خپل اطلاعات تپل دی."

یوه بېلګه د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لیجیان ژاو یو ټويټ دی. دی د یوه راپور تبلیغ کوي چې ګواکي کرونا ویروس د امریکا د بیولوژیکي وسلو په یوه لابراتوار کې جوړ شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند

دا ټويټ په جنوبي افریقا کې د چین د سفیرانو، د ایران، فرانسې، پاکستان، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو ريټويټ کړی دی.

همدا بې‌اساسه ادعا د روسیې دولتي رسنیو هم مطرح کړې ده.

د روسیې خبریال ایګور نیکولین په دې باور دی: "باور لرم چې دا کار یا د امریکا د استخباراتي ادارو دی او یا هم د امریکايي شرکتونو دی چې يوازې غواړي پيسې وګټي. هغه څه چې د مارغانو، خوګ او سارس د انفلونزا د خپرېدو په برخه کې یې وکړل."

دا راپور لومړی ځل په روسي ژبه او وروسته په چټکۍ سره په عربي او اسپانوي ژبو خپور شو.

بله بېلګه د هغې وېډیو ده چې د چین رسنیو خپره کړه او ویې‌ویل چې ايټالویانو د چین له مرستو د مننې په خاطر چکچکې کولې.

ایټالیا کې د چین-ایټالیا د همکارۍ او لاس ورکونې په اړه اعلان
ایټالیا کې د چین-ایټالیا د همکارۍ او لاس ورکونې په اړه اعلان

خو د ایټالیا یوه حقیقت موندونکي وېب‌پاڼې ویلي چې اصلاً ایټالویان د خپل هېواد د روغتیايي کارکوونکو هڅې ستایي.

پر دې وېډيو چې د چین سرود اورېدل کېږي، وروسته وراضافه شوی دی.

دا ډول راپورونه د روسیې په رسنیو کې هم خپاره شوي دي.

عادي خلک د روسیې ملي سرود غږوي.

داسې ښکاري چې ګواکي د منندويي په هدف راټول شوي دي.

خو بي بي سي راپور ورکړی چې دا موسیقي د یوې روسۍ ښځې خواښې خپره کړې چې د کرملېن په ملاتړ د «Daily Storm» په نوم له یوې وېب‌پاڼې سره کار کوي.

د جرمني لپاره د امریکا د مارشال صندوق ادارې غړې لارا روزنبرګر په دې اړه داسې وايي: "که لږ پخوا ته فکر وکړو او هغو ستراتېژيو ته پام وکړو چې مستبدو هېوادونو لکه چین او روسیې خپلې کړې، دوی له معلوماتو بېرېږي. باور لري چې معلومات هغه څه دي چې باید کنټرول شي او کولای شي د اذهانو د تغيير لپاره لکه وسله وکارېږي."

د چین ولسمشر شي جین پېنګ
د چین ولسمشر شي جین پېنګ

چین د کرونا ویروس د له‌منځه وړلو په برخه کې هڅې یوه بریا ګڼي.

خو امریکايي سناتور بین ساس دا کار یو بې‌ارزښته پروپاګند ګڼي او وايي چې چین په کرونا ویروس د اخته او له دې ویروسه د مړو شویو شمېر کم راپور کړی دی.

اروپايي ټولنې او امریکا له چین سره د دې ویروس د خپرېدو د اوج پر مهال مرسته وکړه.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ رئیس بورېس بورېل ویلي، کرونا په نړۍ کې د روایت جګړې ته لمن وهلې ده، هغه جګړه چې د دې وژونکي ویروس پر وړاندې له مبارزې سره پر یوه مهال روانه ده.

XS
SM
MD
LG