د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړینو شمېر په چټکۍ زیاتېږي


د نیویارک ښار یوه څنډه- ارشیف
د نیویارک ښار یوه څنډه- ارشیف

په داسې حال کې چې ښکاري په چین کې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي، د امریکا په متحده ایالاتو کې د دغه ویروس له امله د مړینو شمېر په چټکۍ په زیاتېدو دی.​

که څه هم چین وروسته له هغې چې وروستۍ څلور ورځې یې د کرونا ویروس د پېښو د کمېدو خبر ورکړی و نن راپور ورکړ چې د دغه ویروس نوې پېښې یې ثبت کړي، خو ویلي یې دي چې ټولې دغه نوې پېښې له بهره راغلو کسانو کې تأیید شوې دي.​

په عین حال کې په متحده ایالاتو کې چې اوس په‌کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۶۳ زره کسانو اوښتی، په نیویارک ایالت کې د مړو شمېر ډېر په زیاتېدو دی.​

د نیویارک ښار ټایمز سیمه
د نیویارک ښار ټایمز سیمه

په عین حال کې په امریکا کې چې نفوس‌یې نږدې ۳۳۰ میلیونه دی، خلک د دغه ویروس ټسټونه ترسره کوي څو چارواکي وکولای شي له روان وضعیت څخه یو روښانه تصویر ولري او پر وړاندی یې تدابیر ونیسي.​

په چین کې چې د ووهان له ښاره‌یې دغه ویروس د لومړي ځل لپاره په تېر ډسېمبر کې خپور شو دغه نوی پرمختګ داسې مهال کېږي چې متحده ایالات اوس د دغه ویروس ډېرې مثبتې پېښې لري او په نړۍ کې دولتونو یې هم د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره سختو اقداماتو ته دوام ورکړی دی.​

په ووهان ښار کې روغتیايي کارکوونکی په کرونا ویروس د اخته ماشوم د درملنې پر مهال.
په ووهان ښار کې روغتیايي کارکوونکی په کرونا ویروس د اخته ماشوم د درملنې پر مهال.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون نن په یوه بیان کې وویل چې د کرونا ویروس یا 'کوویډ-۱۹' نوې ۴۸ پېښې چې ثبت شوي، پرې اخته ټول کسان په دې وروستیو کې له بهره چین ته ورغلي دي.​

دغه کمېسیون په ووهان ښار کې چې د هوبې ولایت مرکز دی، د یوې نوې مړینې خبر ورکړ، خو ویلي يې دي چې نوی کس پر دغه ویروس نه‌دی اخته شوی. په دې سره دا ښار دې ته نږدې دی چې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.​

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله نږدې ۳۸ زره کسان مړه شوي دي.​

پر دغه ویروس په ټوله نړۍ کې ۷۸۴ زره کسان هم اخته شوي دي.​

په متحده ایالاتو کې د مړو شویو شمېر له درې زره کسانو اوښتی، یوازې پرون دوشنبې لږترلږه ۵۴۰ تنه په دې هېواد کې د دغه ویروس له امله مړه شول.​

تر ټولو بد وضعیت په نیویارک کې دی.

د نیویارک والي او نور چارواکي د امریکا ملي ګارد له یو شمېر سرتېرو سره د خبرو پر مهال.
د نیویارک والي او نور چارواکي د امریکا ملي ګارد له یو شمېر سرتېرو سره د خبرو پر مهال.

د نیویارک والي اندریو کومو پرون په یوې عاجلې غوښتنه کې له روغتیایي رضاکارانو وغوښتل چې مرستې ته ورودانګي او خبرداری یې ورکړ چې هغه څه چې اوس په نیویارک ښار کې تېرېږي ښایي ډېر ژر د امریکا نور ښارونه هم ورسره مخامخ شي.​

XS
SM
MD
LG