د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د امریکا هوايي شرکتونو نیویارک او نیوجرسي ته الوتنو کې کموالی اعلان کړ


د تېر کال په همدې میاشت کې دې درېیو هوايي ډګرونو ته د ورځې ۲۷۱ الوتنې کېدلې.
د تېر کال په همدې میاشت کې دې درېیو هوايي ډګرونو ته د ورځې ۲۷۱ الوتنې کېدلې.

د امریکا هوايي شرکتونو د نیویارک ښار او نیوجرسي هوايي ډګرونو ته په الوتنو کې کموالی اعلان کړی دی.

د امریکا هوايي شرکتونو پرون د اپرېل په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د نیویارک ښار جې اېف کنېډي او لاګاردیا هوايي ډګرونو او د څېرمه نیوجرسي ایالت هوايي ډګر ته به خپلې الوتنې له پنجشنبې ورځې وروسته یوازې ۱۳ ته راکمې کړي.

د تېر کال په همدې میاشت کې دې درېیو هوايي ډګرونو ته د ورځې ۲۷۱ الوتنې کېدلې.

د امریکا جان اېف کنېډي هوايي ډګر ترمینل
د امریکا جان اېف کنېډي هوايي ډګر ترمینل

یونایټد ایرلاین یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې دې هوايي ډګرونو ته الوتنې د ورځې له ۱۵۷ څخه ۱۷ ته راکموي او جېټ بلو شرکت او سپیریټ ایرلاین هم د ډېرو الوتنو د ځنډولو خبر ورکړ.

د امریکا هوايي شرکتونه په کورنیو او نړیوالو الوتنو کې د کمښت له کبله له مالي ستونزو سره لاس ګرېوان شوي او د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال‌یې له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ته چې د امریکا تجارتي زړه او تر ټولو لوی ښار دی اوس په امریکا کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مرکز په سترګه کتل کېږي.

پرون د ورځې تر پایه دې ایالت د کرونا ویروس نږدې ۱۲۳ زره مثبتې پېښې درلودې او په دې ناروغۍ ۴۱۶۰ کسان مړه شوي دي.

د نیویارک ښار یوه برخه کې د ټولنیز واټن در خپلولو په اړه لارښود
د نیویارک ښار یوه برخه کې د ټولنیز واټن در خپلولو په اړه لارښود

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی چې نیویارک ښار او څېرمه سیمو ته دې له ضروري حالاتو پرته سفر نه‌کوي.

په همدې حال کې د امریکا حکومت وايي چې په روسیه کې د دېره امریکایي وګړو د انتقال لپاره‌یې ځانګړې یا چارتر الوتنې تنظیم کړې دي.

په مسکو کې د امریکا د سفارت ویاندې ربیکا روز پرون د اپرېل په پنځمه نېټه پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې دا الوتنې د پنجشنبې لپاره پلان شوي او که ځای وي، هغه کسان هم په‌کې تللی شي چې په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې اسناد ولري.

په مسکو کې د امریکا سفارت
په مسکو کې د امریکا سفارت

ویاندې ویلي دي چې دا الوتنې به د لندن په ټرانزیت کې توقف وکړي او د امریکا له شپږو ایالتونو څخه یوه ته به خلک رسوي.

سفارت امریکایانو ته ویلي دي چې امریکا ته د ستنېدو لپاره باید نوم‌لیکنه وکړي او ټکټ به په خپله اخلي.

سفارت همداراز خبرداری ورکړی چې د ټکټونو بیه به د عادي الوتنو پرتله ډېره زیاته وي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې په بېلابېلو هېوادونو کې لسګونه زره خلک د الوتنو د ځنډېدو له کبله ایسار پاتې دي.

متحده ایالاتو او د نړۍ ډېرو نورو هېوادونو د خپلو وګړو د انتقال لپاره الوتنې تنظیم کړې دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG