د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

نيویارک کې یو پړانګ په کرونا ویروس اخته شوى


شپږ نور پړانګان او زمریان هم ناروغ شوي، خو د کرونا د ازمیښت نتیجې یې بېرته نه‌دي راغلي.
شپږ نور پړانګان او زمریان هم ناروغ شوي، خو د کرونا د ازمیښت نتیجې یې بېرته نه‌دي راغلي.

د نیویارک په یوه ژوبڼ کې یو پړانګ هم پر کرونا ویروس اخته شوى.

د نیویارک په یوه ژوبڼ کې په یوه پړانګ کې د کرونا ویروس مثبته پېښه تثبیت شوه چې ګومان کېږي دا به د امریکا په متحده ایالاتو کې لومړنی وحشي ژوی وي چې په کرونا ویروس اخته کېږي.​

د دغه ژوبڼ چارواکو ویلي چې ګومان کېږي چې کرونا به دغه پړانګ ته د ژوبڼ هغه کارکوونکي انتقال کړى وي چې کرونا یې درلوده، خو د ناروغۍ نښې نښانې یې نه‌وې ښودلې.​

شپږ نور پړانګان او زمریان هم ناروغ شوي، خو د کرونا د ازمیښت نتیجې یې بېرته نه‌دي راغلي.

کله چې په دغو حیواناتو کې د ناروغۍ نښې لکه وچ ټوخی، د سینې غژغژ او د بې‌اشتهایۍ نښې ولیدل شوې د دغه ژوبڼ چارواکو پرېکړه وکړه چې یوازې پر لویو حیواناتو د کرونا ویروس ازموینې ترسره کړي ځکه د دې کار لپاره لازمه ده چې حیوان لومړی د بې‌هوشۍ په دوا بې‌سده شي.

د امریکا د کرنې وزارت چارواکی او وترنرۍ ډاکتر جین رونې وویل چې نور داسې شواهد نه‌شته چې ثابته کړي دغه ویروس دې له بلې لارې له حیوان څخه انسان ته انتقال شوی وي.​

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د دې سپارښتنه نه‌ده کړې چې د ژوبڼ ټول وحشي ژوي دې د کرونا ویروس لپاره ټسټ شي، خو ویلي یې دي چې خلک دې له ژویو سره لازمه فاصله وساتي او پر هغو له لاس را ایستلو وروسته باید خپل لاسونه ښه پریمینځي.

د قرنطین له امله د نیویارک خالي ښار
د قرنطین له امله د نیویارک خالي ښار

نیویارک ښار په متحده ایالاتو کې تر ټولو زیات کرونا ویروس ځپلی دی.

په نیویارک ایالت کې تر اوسه د کرونا له سل زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه ویروس د مړینو ډېر شمېر هم په همدې ایالت کې ثبت شوی.

خو د دغه ژوبڼ چارواکو ویلي چې هغه کارکوونکی یې چې په کرونا ویروس اخته شوی، روغتیایي وضعیت‌یې ښه دی.​

XS
SM
MD
LG