د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ټرمپ: امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر کې زياتوالى راځي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې په متحده ایالاتو کې به د کرونا ویروس د نوې بڼې له کبله د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

ښاغلی ټرمپ وايي چې پوځ به بېلابېلو ایالتونو ته له خلکو سره د مرستې لپاره په زیات شمېر پوځي پرسونل واستوي.

ښاغلي ټرمپ چې پرون‌یې له سپینې ماڼۍ څخه د کرونا ویروس د وروستیو پرمختګونو پر اړوندو مسایلو خبرې کولې همداراز وویل چې له بده مرغه په راتلونکو دوو اوونیو کې ښايي ډېر خلک مړه شي.

هغه زیاته کړه چې د نیویارک او ایلینوی په څېر په ځینو ایالتونو کې ښايي ډېر خلک زیانمن شي.

ټرمپ وویل، فدرال حکومت هڅه کوي په هر ایالت کې د اړتیا وړ وسایلو لکه د مصنوعي تنفس د وسیلې او نورو تجهیزاتو دقیقه اندازه معلومه کړي څو دا خبره یقیني شي چې متحده ایالات د مثبتو مواردو له زیاتېدو سره مقابلې ته چمتو دی.

د وروستیو شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټوله شمېره ۳۱۱۶۳۷ ته لوړه شوې او د دې ناروغۍ له کبله تر اوسه ۸۴۵۴ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG