د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

په روسیه کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پوتین نوی چمتووالی


پوتین یوه وېډیویي پیغام کې د خپلو وګړو پر خوندیتوب ټینګار وکړ
پوتین یوه وېډیویي پیغام کې د خپلو وګړو پر خوندیتوب ټینګار وکړ

د روسیې ولسمشر له خپلې کابینې او سیمه‌ییزو مشرانو غوښتي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره چمتو شي.

د روسیې ولسمشر د اپریل پر اتمه په یوه وېډیویي پیغام کې د خپلو وګړو پر خوندیتوب ټینګار وکړ ویې‌ویل: "اوس‌مهال موږ اړتیا لرو چې په هره سیمه کې د هر وګړي د ژوند ژغورلو لپاره مبارزې ته چمتو شو."

نوموړي چې له مسکو څخه بهر له خپل استوګن‌ځای څخه خبرې کولې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خورېدو د مقابلې لپاره کېدونکي اقدامات مشخص کړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

دا مهال په روسیه کې په رسمي ډول په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸۶۷۰ ډېر ښودل شوی دی، لږترلږه ۶۳ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

خو په روسیه کې منتقدین پر دې شمېرو شک لري او وایي رښتوني ارقام کېدای شي تر دې ډېر لوړ وي.

په هغو اقداماتو کې چې د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۸» مشخص کړل د روغتیایي پرسونل د امتیازاتو ډېرول او له فدرال بودجې څخه د ۱۰ میلیارده ډالرو بېلول شامل دي. دغه پیسې چې د ۱۳۳ میلیونه ډالرو معادل دي، د دې هېواد په څه باندې ۸۰ اداري واحدونو کې وېشل کېږي چې د یادې وژونکې ناروغۍ په درملنه ولګول شي.

ولسمشر پوتین زیاته کړه، هغه روغتیایي پرسونل ته چې د کرونا ناروغانو سره په مستقیم تماس کې دي، اضافي امتیاز ورکول کېږي.

دی وایي هغه داکتران چې د کرونا ناروغانو په درملنه بوخت دي هره میاشت ۸۰ زره روبله چې د ۱۰۵۹ ډالرو معادل کېږي، ترلاسه کولای شي، خو نرسانو او د امبولانس کارکوونکو ته به له ۲۵ زرو تر ۵۰ زره روبله ورکړل شي.

ولسمشر پوتین دغه‌راز د روسیې سیمو ته د مالي مرستو د رسولو اعلان وکړ څو د ناروغانو لپاره د لا ډېرو بسترونو او نورو طبي تجهیزاتو په برابرولو کې ولګول شي.

د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د کرونا ویروس ناروغانو د روغتون د لیدلو پر مهال
د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د کرونا ویروس ناروغانو د روغتون د لیدلو پر مهال

نور ۱۳ میلیارده روبله هم د امبولانس او تنفسي دستګاوو لپاره ځانګړې شوې.

ولسمشر پوتین هیله وښوده چې اضافي ظرفیت ته اړتیا پیدا نه‌شي، خو د احتیاطي ګام په توګه‌یې وویل: "موږ باید د هرې سیمې د هر وګړي د ژوند ژغورلو لپاره مبارزې ته چمتو واوسو."

د روسیې ولسمشر د هېواد اقتصاد ته په اشارې وویل سره له دې چې له خنډونو او محدودیتونو سره مخامخ کېدای شي، خو وایي د سوداګرۍ له بشپړې درولو پرته بله عملی لار نه‌شته.

هغه وویل: "موږ باید پوه شو چې دا کار څومره ویجاړوونکې او ناسمې پایلې لرلی شي."

پوتین همداراز خپلو خلکو ته په وینا کې وویل چې درک کولای شي ټوله موده د څلورو دېوالونو دننه پاته کېدل څومره سخت کار دی، خو وایي له دې پرته بل انتخاب نه‌شته.

XS
SM
MD
LG