د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د تشخیص کېټونو کموالي سره مخ دی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په کرونا ویروس د اخته کسانو د تشخیص د طبي بستو یا کېټونو له کموالي سره مخامخ دی.

د هندوستان د (ANI) خبري اژانس په حواله، د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د دوشنبې په ورځ ویلي چې تمه لري، ملګري ملتونه ۵۰۰۰ بستې یا کېټونه دغه وزارت ته وروسپاري.

تر دې مخکې د کندهار او بلخ روغتیايي چارواکو په دغو ولایتونو کې د دغو طبي بستو له تمامېدو شکایت کړی و.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۰۰ اوښتی او ۳۶ کسان په دغه ویروس مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG