د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

د افغانستان ولسوالیو کې د تجرید مرکزونه جوړېږي


ارشیف، بلخ کې تجرید خونه
ارشیف، بلخ کې تجرید خونه

د افغانستان جمهوري ریاست د کرونا ویروس د ناروغانو د تجرید لپاره د ولسوالیو په کچه د مرکزونو د جوړېدو د پلان خبر ورکوي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې پرون ماښام خپره شوه وايي، ولسمشر اشرف غني د عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارلې څو د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د داسې مرکزونو د جوړولو امکانات وڅېړي چې له ۲۰ نیولې تر ۵۰ پورې بسترونه به ولري.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي غني دا څرګندونې د هېواد له ولسوالانو سره د وېډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې وکړې.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي دي چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې د چټکولو لپاره په ټولو ولایتونو کې ځانګړی معاونیت جوړېږي.

XS
SM
MD
LG