د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

پوهنې وزارت: ډېر ژر به د تدریس په ټپه درېدلی بهیر پیل شي


ارشیف، په خپل ټولګي کې ناست یو افغان زده‌کوونکی
ارشیف، په خپل ټولګي کې ناست یو افغان زده‌کوونکی

پوهنې وزارت وايي، ډېر ژر به د زد‌ه‌کوونکو لپاره د تدریس په ټپه درېدلی بهیر پیل شي.

د افغانستان حکومت د کرونا ویروس سره د مبارزې او د دې ویروس د لا ډېر خپراوي د مخنیوي په هدف، ټول ښوونځي تړلي او ژمنه‌یې کړې چې ژر به په ټلوېزیوني او راډیويي ډول د زده‌کړو درېدلې چاره پیل کړي.

د حکومت له دې ژمنې د نږدې یوې میاشت له تېرېدو وروسته، اوس د پوهنې وزارت د دغه بهیر د عملي کېدو خبره کوي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د زد‌ه‌کوونکو لپاره د زده‌کړې ورکولو طرحه بشپړه شوې او له درې لارو عملي کېږي.

اغلې نزهت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۲» ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون به د خپلو څپو له لارې تدریسي بهیر پیلوي، تر خوا به‌یې هغو سیمو کې چې امکانات نه‌شته د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو سره سم کوچني ټولګي جوړ شي او همدا ډول به ښوونیز مواد په زده‌کوونکو ووېشل شي.

د پوهنې وزارت ویانده د دې پروګرام د پیل د کره نېټې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، په سړو سیمو کې به د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د ښوونیز کال د پیل له زنګ سره سم دا بهیر پیل شي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د د دیني، فرهنګي، لوړو‌ زده‌کړو او پوهنې کمېسیون وايي، دا طرحه بریالۍ نه‌ده او د ډېر شمېر لیرې پرتو سیمو زده‌کوونکي به ونه‌شي کولای په دې ډول زده‌کړې وکړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، زده‌کوونکو په کور دننه د زده‌کړې بهیر لومړی په امتحاني ډول پیلېږي او له هغې وروسته بیا عملي ډګر ته ځي.

XS
SM
MD
LG