د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

ځينې کابل ښاریان: د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له ستونزو سره مخ کړي يو


ارشيف
ارشيف

کابل ښاریان وايي، د کرونا ویروس خپریدو، ګرځبندیز، بیکارۍ او په بازار کې د خوراکي توکیو د بیو لوړېدو، له ستونزو سره مخ کړي دي.

کابل ښاریان وايي، تمه وه چې د روژې د میاشتې له رارسېدو سره د کرونا ویروس خپرېدو، ګرځبندیز او بیکارۍ ته په پام، د خوراکي توکیو بیې وڅارل شي، خو ولیدل شول چې د دغو توکیو بیې نه یوازې دا چې ونه څارل شوې بلکې، لا لوړې شوې.

دوى وايي، بیوزلي او هغه کسان چې د ښار په واټونو کې به یې کار کاوه او د کور خرڅ به یې ګاټه ، نه شي کولی چې، دغه توکي وپیري.

د کابل ښار اوسېدونکى صالح محمد ازادي رادیو ته وویل: "له یوې خوا روژه، له بلې خوا کرونا، له کورونو نه شو وتلی، زه یولاس ګاډی ګرځوم شپږ زره د کور کرایه ورکوم، شپږ کسان ډوډۍ خور لرم، یوه بوجۍ اوړه په دوه زره نهه سوه، وریجې په دوه زره پنځه سوه دي، د خلکو ستونزې ډېرې زیاتې دي.

د کابل ښار بل اوسېدونکي محمد زمان وويل: "روژه ده، مرض دی، غریبي نشته او نرخونه لوړ دي، د اوړو او غوړیو نرخونه یو په دوه دي، مالدار به یې واخلي خو غریب به له لوږې مړشي، که روژه او مرض نه وای خلکو به کار کړی وای، اوس خو خلکو ته ډیر تکلیف دی."

دوی له دولت او خصوصي سکټور نه غواړي چې یا په ښار کې د توکیو بیې وڅاري او یا دې له دوی سره مرستې وکړي.

په کابل ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له شاوخوا څلور اوونیو راهیسې د خلکو په خلکو تګ راتګ بندیز لګول شوی او له دې امله په ښار کې، کارونه هم په ټپه درېدلي دي.

کابل ښاروالۍ وايي، په ښار کې به د خوراکي توکو پلورونکو ته اجازه ورنه کړي چې احتکار وکړي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مهمند ازادي رادیو ته وویل: "نن سبا د کرونا له امله په یوه بېل حالت کې یو، خو کابل ښاروالۍ مکلفه ده چې خلکو ته خدمتونه ورسوي، کابل ښاروالۍ د کورنیو چارو له وزارت سره په ګډه هڅې پیل کړي چې د خوراکي توکو د احتکار کوونکو مخه ونیسي او له سرغړوونکو سره یې قانوني چلند وکړي.

د افغانستان دسوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د توکو د بیو د څارو لپاره د خصوصي سکټور په ګډون د څو وزارتو یوې ګډې کمیټې کار پیل کړی چې هڅو یې نتیجه ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا وویل: "له نیکه مرغه د هېواد سرحدونه خلاص دي، واردات لرو او خصوصي سکټور په کې هېڅ ستونزه نه شته، خو وینو چې احتکار کیږي، د دې د مخنیوي لپاره د خصوصي سکټور په ګډون یوه تخنیکي کمېټه جوړه شوې چې نرخونه کنترول او د ا حتکار مخه ونیسي، کمېټه په خپل کار کې جدي ده ،ګګ، او تر اوسه یې له یو شمېر احتکارکوونکو سره قانوني قانوني چلند کړی دی."

دا لومړۍ ځل نه دی چې د روژې په میاشت کې په کابل او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي بلکې افغانان هر کال له ورته ستونزې سره مخ کېږي.

خلک وايي، حکومت هر کال د روژې له رارسېدو مخکې، خلکو ته د توکیو د بیو د څارلو ژمنې کوي خو کله هم نه دی توانېدلی چې په دغه میاشت کې د توکیو بیې کنترول کړي.

XS
SM
MD
LG