د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۵

کورنیو چارو وزارت: کابل کې ګرځ‌بندیز سر له ننه جدي پلی کېږي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چي سر له نن څخه په کابل کې ګرځ‌بندیز په جدي توګه پلی کېږي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې چې د چهارشنبې «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۳» په ماښام خپره شوه راغلي چې په دې اړه په یوې بېړنۍ غونډه کې چې د یاد وزارت د امنیتي مرستیال ستر پاسوال عبدالصبور قانع په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د پخواني شریک شوي نوملړ پرته د نورو پر وړاندې د ګرځ‌بندیز مقررات جدي پلي کېږي.

دغه‌راز د دې پرېکړې له مخې به د کابل دروازو څارنه ډېره او هم به د کابل ښار په ټولو سیمو کې ټرانسپورتي تم ځایونه وتړل شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر پرون چهارشنبې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۱۷۶ تنو ته ورسېدې.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار رسنیو ته وویل چې تر ټولو ډېرې شمېرې په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي، ځکه د ده په خبره کابل ښاریان روغتیایي مسایلو ته جدي توجه نه‌ده کړې.

تر اوسه په افغانستان کې د دې ویروس د خورېدو له کبله ۴۰ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي راتلونکې دوه اوونۍ ډېرې مهمې دي او ګواښ‌یې کړی که خلک روغتیایي سپارښتنې له پامه وغورځوي، انساني ناورین به رامنځته شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG