د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۱۷۶ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۷۶ ته ورسېد.

د دغه وزارت تازه اعلان شوې شمېرې هم ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې دېرې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن چهارشنبه «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۳» یوه خبري کنفرانس ته وویل چې له دې پېښو ۲۸یې په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

هغه زیاته کړه: "د شمېرو له مخې ۲۸ کابل، ۲۲ کندهار، ۴ هلمند، ۵ نیمروز، ۳ هرات، ۲ زابل، ۲ غزني، ۴ کاپیسا، ۶ ننګرهار، ۳ کونړ، یوه یوه یوه هم په پروان، بامیان، لغمان، پکتیکا او فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۷۶ ته ورسېده."

ښاغلي مایار دغه‌شان وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ تنه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ روغ شوي او ۴ هم مړه شوي چې له دې سره د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، په ټوله کې له دغه ویروس څخه تر اوسه ۱۶۶ کسان روغ شوي دي.

ښاغلي مایار وویل، راتلونکې دوه اوونۍ ډېرې مهمې دي او له خلکو یې وغوښتل چې روغتیايي سپارښتنو ته جدې پام وکړي او کنه نو انساني ناورین به رامنځته شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، کابل ښاریان روغتیايي مسایل په پام کې نه‌نیسي او همدا لامل شوی چې په کابل کې پېښې ورځ تر بلې زیاتې شي.

ارشیف
ارشیف

په دې وروستیو کې داسې انتقادونه هم مطرح شوي چې په اففانستان کې په روغتیايي سکټور کې د فساد له امله خلکو ته سم روغتیايي خدمات نه‌رسېږي.

خو د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي، ممکن په فساد ککړ کسان موجود وي، خو له رسنیو او خلکو یې وغوښتل چې په روغتیايي سکټور کې فاسد کسان له اسنادو سره یاد وزارت ته وروپېژني.

په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه له خبریالانو غواړي چې د کرونا ویروس په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې د خپرېدونکو شایعاتو ښکار نه‌شي.

د دې کمېټې مشر نجیب شریفي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: "د ویروس په تړاو چې کوم ناسم معلومات په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، له خبریالانو سره کار شوی ترڅو دوی څنګه کولای شي چې له دغه خطرناکې پدېدې سره مبارزه وکړي او خبریالان د ناسمو اطلاعاتو ښکار نه‌شي."

نوموړي وویل، کوم ناسم معلومات چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په تړاو خپرېږي، خلک‌یې اندېښمن کړي او خبریالان کولای شي چې په دقیقو اطلاعاتو سره خلک له دغه ګواښوونکي ویروس څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG