د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

'د افغانستان په ګډون۱۰هېوادونه د لوږې له خطر سره مخامخ دي'


په ۲۰۱۹ میلادي کې کال یمن، کانګو، افغانستان، وینزویلا، ایتوپیا، جنوبي سوډان، سوریه، سوډان، نایجریا او هیټي هغه هېوادونه وو چې د خوراکي توکو بحران ځپلي وو.
په ۲۰۱۹ میلادي کې کال یمن، کانګو، افغانستان، وینزویلا، ایتوپیا، جنوبي سوډان، سوریه، سوډان، نایجریا او هیټي هغه هېوادونه وو چې د خوراکي توکو بحران ځپلي وو.

د ملګروملتونو د خوړو د پروګرام مشر وايي، د کرونا ویروس وبا د انسانانو د لوږې خطر نور هم زیات کړی او که ژر او جدي اقدام ونه شي ممکن میلیونونه انسانان مړه شي.

ده د افغانستان په ګډون لس هېوادونه د لوږې له خطر سره مخامخ وبلل.

د ملګروملتونو د خوړو د ادارې رئيس خبرداری ورکړ چې که په څو میاشتو کې فوري اقدام ونه شي د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله به د یو شمېر هیوادونو خلک له سختې لوږې سره مخامخ شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرايي رئيس دیوید بیسلي د سې شنبې په ورځ د ملګروملتو نو امنیت شورا ته وویل، ان مخکې تر دې چې د کرونا ویروس مسئله جدي شي، ده د نړۍ مشرانو ته ویلي چې نړۍ به په ۲۰۲۰ کې له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته تر ټولو له بد بحران سره مخامخ شي.

ښاغلي بیسلي د دې علت په سوریه، یمن او نورو هېوادونو کې د جګړې دوام، په افریقا کې د ملخو هجوم، پر له پسې طبیعي افتونه او اقتصادي ستونزې بللې وې.

ده زیاته کړه، په نړۍ کې هره شپه ۸۲۱ میلیونه انسانان د شپې وږې ویدېږي، ۱۳۵ میلیونه نور د لوږې یا تر دې د بد حالت ترمنځ دي.

هغه زیاتوي، د خوړو د نړیوال پروګرام تازه څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله به ۱۳۰ میلیونه انسانان ممکن د روان ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه له لوږې د مرګ له خطر سره مخامخ شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام پر اساس په ۲۰۱۹ میلادي کې کال یمن، کانګو، افغانستان، وینزویلا، ایتوپیا، جنوبي سوډان، سوریه، سوډان، نایجریا او هیټي د نړۍ هغه لس هېوادونه وو چې د خوراکي توکو بحران ځپلي وو.

د ملګروملتو د خوړو د پروګرام د اجرايي رئيس په وینا د اکثرو هېوادونو د خوراکي توکو بحران د شخړو او جګړو له کبله دی خو د کرونا ویروس وبا دا بحران لا ژور کړی دی.

ده، چې د ویډیو له لارې خبرې کولې، وویل، د خوړو نړیوال پروګرام هره ورځ نژدې سل میلیونه انسانانو ته خواړه ورکوي چې د هغو په منځ کې ۳۰ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې په وروستیو کې د خوړو د نړیوال پروګرام په مرستو متکي شوي دي.

بیسلي، چې په خپله هم کرونا ویروس اخته و او اوس په ښه کېدو دی، وايي: "که له دغو ۳۰ میلیونو خلکو سره مرسته ونه شي، زموږ څېړنې ښيي چې تر درو میاشتو پورې به هره ورځ ۳ لکه انسانان له لوږې مري."

XS
SM
MD
LG