د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

ملګري ملتونه: د افغانستان په لوېدیځ کې وچکالۍ ۲۷۵ زره کسان بې‌ځایه کړي


ملګري ملتونه وایي، د افغانستان له لوېدیځ څخه د وچکالۍ له امله ټول‎ټال ۲۷۵ زره کسان بې‌ځایه شوي چې دا په‎دې هېواد کې د روان کال له پیل راهیسې د ناامنیو له امله د بې‌ځایه شویو کسانو ۵۲ زره زیات دي.

په هغه راپور کې چې ملګرو ملتونو او مرستندویه ټولنې د سې شنبې په ورځ په ژینو کې خپور کړی ویل شوي چې له دوو میلیونو زیات وګړي هم د اوبو د کمښت له خطر سره مخامخ دي.

په راپور کې ویل شوي چې په یو شمېر سیمو کې بزګر د حاصلاتو له ټولولو وروسته د نویو کښتونو لپاره تخم نه‎لري او مالونه هم د خوړو لپاره څه نه‎لري.

د روېټرز د راپور له مخې افغانستان چې نږدې ۲۰ میلیونه نفوس‌یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دی، د دې هېواد د کرنې د وزارت د چارواکو په وینا سږ کال د وچکالۍ له امله د کرنې حاصلات په سلو کې ۴۵ کم شوي دي.

بزګر د حاصلاتو له ټولولو وروسته د نویو کښتونو لپاره تخم نه‎لري
بزګر د حاصلاتو له ټولولو وروسته د نویو کښتونو لپاره تخم نه‎لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ویلي چې ۱۲۰ زره کسان د سپټمبر تر نهمې پورې په یوه اوونۍ کې د باغیس ولایت مرکز قلعه نو ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په یوه بل راپور کې ویل شوي چې د ورته ستونزې له امله په اګسټ میاشت کې له سل زرو زیات کسان هرات ښار ته کډه شوي وو.

په راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې د اټکل له مخې روان کال به دوه میلیونه ۲۰۰ زره کسان په افغانستان کې وچکالۍ اغېزمن کړي وي.

د ورلډ وېژین انټرنېشنل مرستندویه ټولنې د ارزونې له مخې په بادغیس کې تقریباً ټول خلک وایي چې د مخکېني کال په نسبت‌یې د خوراکي موادو وضعیت خراب یا ډېر خراب شوی دی.

د دغې ارزونې له مخې په‎دې ولایت کې اکثره بزګرو د تېر فصل حاصلات نه‎دي ټول کړي او تقریباً ټول‌یې د نوي فصل د کرلو لپاره تخم نه‎لري.

په اګسټ کې له سل زرو زیات کسان هرات ښار ته کډه شوي وو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په‎دې ولایت کې مالداري هم په سلو کې ۴۰ کمه شوې ځکه د مالونو لپاره نه څړ ځایونه شته او نه هم خوراکي مواد.

د فیوز نیټ په نوم یوې ټولنې چې په نړۍ کې د خوراکي مصونیت د څارنې خدمات سرته رسوي، د اګسټ په ۳۱مه په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان د خوراکي موادو له بحران سره مخامخ دی.

بحران د دې ټولنې درېیمه درجه ده.

څلورمه‌یې اضطراري حالت او پنځمه‌یې هم غمیزه ده.

XS
SM
MD
LG