د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د ارزګان کوچیان: وچکالۍ مو نیمايي څاروي هلاک کړي له دولته مرسته غواړو


د ارزګان ولایت مرکز کې مېشت کوچيان وايي، زرګونه څاروي د له‎منځه تلو په حال کې دي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه ولایت د لېرې پرتو سیمو یو شمېر کوچیانو چې تازه د ترینکوټ ښار څنډو ته د وچکالۍ له کبله راغلي ازادي راډيو ته وویل چې نه په وطن کې د شپې تېرولو ځای لري او نه هم غرونو کې، ځکه د دوی په خبره چې وچکالي ده او د څارویو لپاره څړ ځایونه نشته.

دوی وویل چې اوس هر کوچي د وچکالۍ له کبله خپل نیمايي څاروي له لاسه ورکړي او که دولت ورسره مرسته ونه‎کړي نو پاتې نور به یې هم هلاک شي.

یو شمېر کوچیانو ازادي راډيو ته داسې وویل:

"نظرخان ــ زموږ څاروي وچکالۍ سخت ځپلي او په لوږې شپې او ورځې تیروي."

"اختراکا ــ دغه وچکالۍ زموږ سلګونه څاروي رامړه کړل اوس که دولت راسره مرسته ونه‎کړي، نو دغه پاتې به هم خپله هلاک شي، ځکه اقتصاد مو ضعیفه دی."

دغه کوچیان وايي، په تېرو ۱۷کلونو کې د دولت لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نه‎ده شوې او غواړي چې د څارويو لپاره دې خوارکي مواد ورکړي څو څاروي یې ژوندي پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم ویلي و چې د دغه هېواد ۱۳میلیونه افغانان وچکالۍ زیانمن کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې تخار، کندز، بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان، فاریاب، بادغيس، هرات، فراه، نیمروز، زابل، ارزګان، دایکنډي او بامیان هغه ولایتونه دي چې له وچکالۍ سخت اغېزمن دي.

ارزګان ولایت یو د افغانستان له هغه ولایتونو څخه چې شاوخوا۸۰ سلنه خلک يې په کرنه او مالداري بوخت دي او ۹۰سلنه اقتصاد يې هم پر دغه کرنه او مالداري ولاړ دی.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ د ځايي ادارې مسؤلین هم مني چې په دغه ولایت کې وچکالۍ د کوچیانو ۵۰ سلنه څاروي زیانمن کړي.

د دغې ادارې سرپرست رئیس نعمت الله کریمي ازادي راډيو ته وویل چې د دغه کوچیانو ستونزې تر مرکزي ادارې رسولي او پلان لري چې په نېږدې راتلونکو ورځو کې به ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه:

"موږ منو په ارزګان ولایت کې وچکالۍ د کوچیانو څاروي ځپلي، خو موږ پلان لرو چې په نېږدې راتلونکو ۲۰ ورځو کې به پر ټولو کوچیانو د څارويو لپاره خوارکي توکي وویشو."

ښاغلي کریمي د کوچیانو هغه خبرې رد کړې چې ګنې د دوی په نوم راغلي مرستې پلورل شوي وي او یادې هم پر خپلوانو ویشلې وي.

نوموړي وویل چې تل د کوچیانو د استازو سره ناستې لري او د هغوی ستونزو ته يې پر وخت رسیدګې کړي.

دا په داسې حال کې ده د غويې میاشتې پر څلورمه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلینو ویلي وو چې د کرنې او مالدارۍ وزارت وچکالۍ ځپلو او زیانمنو مالدارانو سره د مرستې لپاره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه میاشتنی پلان جوړ کړی او ژمنه یې کړې وه چې په لنډ وخت کې به هغه ولایتونو ته عاجلې مرستې ولېږي.

راپور: شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG