د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۵

د کابل ښاریان: سږ کال د څارویو بیه لوړه او اقتصاد مو کمزوری دی


د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د څارویو بیه لوړه او د دوی اقتصاد کمزوری دی.

د روانو ناامنیو تر څنګ وچکالي، د کار نشتوالی او د خلکو کمزوری اقتصاد هغه څه دي چې ښايي سږ کال زیات شمېر خلک د قربانۍ سنت پر ځای نه‌کړي.

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د خلکو اقتصادي وضعیت دومره کمزوری شوی چې حتی د قربانۍ لپاره د مال اخيستلو توان نه‌لري.

دوو تنو کابل ښاریانو صالح محمد او عبدالرؤف په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د خلکو اقتصاد ډېر ژوبل دی، يو وخت ماسره بې‌شمېره پیسې وې، خو اوس د قربانۍ لپاره پیسې نه‌لرم، نرخونه لوړ دي او پیسې ورکې دي، هغه خلک چې پیسه‌دار وو، بهر ته ولاړل."

"د تېرو کلونو په پرتله بیې يو څه لوړې شوې دي، بل‌خوا کاروبار هم بېخي نه‌شته، زه په خپله هم حیران یم چې څه وکړم."

د دوی په خبره، هغه خلک چې بازار ته د څارویو اخيستلو لپاره راځي، د بیو د لوړوالي له امله ټوله ورځ سرګردانه ګرځي او نه‌شي کولای چې په اسانۍ سره د خپلې وسې مطابق څاروي پیدا کړي.

لوی اختر چې ډېری خلک‌یې د قربانۍ اختر هم بولي، لکه له نومه‌یې چې ښکاري تر ډېره د قربانیو او په بې‌وزله خلکو د پېرزوګانو رنګ لري.

د قربانۍ حقیقت او حکایت دا دی چې ابراهیم علیه السلام مسلسل درې شپې خوب ولیده، اخر ابراهیم علیه السلام د خدای تعالی امر د پر ځای کولو او د حقیقت جامې د وراغوستلو لپاره د خپل زوی اسماعیل علیه السلام د قرباني کولو تابیا وکړله، خو د هغه پر ځای خدای تعالی له جنته پسه راولېږه او هغه حلال کړای شو.

بیا همدا ابراهیمي سنت عام شو، هر کال مسلمانان همدا سنت ژوندی کوي، په لوی اختر کې قرباني کوي او په قربانیو سره د الله تعالی د دې بې‌شانه رحمت شکرانې ادا کوي.

عام افغانان وايي، په لوی اختر کې د قربانۍ همدې فلسفې ته په کتو قربانۍ کوي او د غوښو ډېره برخه په بې‌وزلو او خپلوانو وېشي.

په ورته وخت کې د څارویو يو شمېر پلورونکي د بازار د نشتوالي تر څنګ، د وچکالۍ له امله د څارویو د بيو د لوړوالي خبره کوي.

د څارویو دوه تنه کاروباریان چې له ډېرو کلونو راهیسې د کابل په ټانګ لوګر سیمه کې څاروي پلوري، ازادي راډیو ته وویل:

"د دې مال په يوه يوه باندې زموږ پنځه زره افغانۍ لګښت راغلی او اوس‌یې څوک بیه کوي هم نه، هغه خلک چې مال اخيستلو ته راځي، يا راته پنځه زره افغانۍ وايي او يا هم څلور نیم زره افغانۍ چې خپل لګښت هم نه پوره کوي، سږ کال خلکو سره پیسې نه‌شته، ګنې پخوا به خلکو ښه قرباني کوله."

"هغه پخوانی بازار نه‌شته لکه پخوا چې و، اوس فعلاً خلک ډېر ژوبل دي، کاروبار نه‌شته، نرخونه لوړ شوي، خو خلک عاجز شوي، مالونه د وچکالۍ او اختر له امله ګران شوي دي."

علماء د قربانۍ د حکمت او فلسفې په اړه وايي چې قرباني سربېره پر دې چې يو ابراهيمي ياد دى، دا د الله جل جلاله په لار کې يو ډول سرښندنه او د الله جل جلاله د مننې اداء کول هم دي.

د دوی په خبره، کله چې بډايان د قربانۍ غوښه د بې‌وزلو په منځ کې وېشي، نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.

دیني عالم محمد ابراهیم بارکزی وايي:

"د قربانۍ او اختر دا ورځې د همدردۍ، تعاون، کمک او صله رحمۍ ورځې دي، نو بیا له دې ورځو درس دا دی چې انسانان پر يو بل شفقت وکړي او پر یو بل صله رحمي وکړي."

ښاغلی بارکزی وايي، د نصاب په خاوندانو قرباني لازمي ده او هغه چې وس‌یې نه‌لري او قرباني کوي، د واجبو اجر ورکول کېږي.

مولوي طالب‌الدین قدیري وايي، قرباني ډېر مهم مالي عبادت دی چې د اخروي ګټو تر څنګ، ټولنیزې ګټې هم لري.

د ده په خبره، هر هغه څوک چې د قربانۍ توان ولري، مهم عبادت دی او باید دغه فرصت له لاسه ورنه‌کړي.

د ښاغلي قدیري په خبره، څوک چې عاقل، بالغ، دانا، مسلمان او د نصاب خاوند وي، یعنې داسې څه ولري چې عایدات‌یې وي، لکه کور، سره زر، دکان او داسې نور څه، نو قرباني پرې لازمه او واجب ده.

افغانان په داسې حال کې لوی اختر لمانځي او د قربانۍ ابراهیمي سنت پر ځای کوي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، روان کال هېواد له سختې وچکالۍ سره مخ دی چې د مالدارۍ پر سکټور یې سخته بده اغېزه کړې ده.

بل‌خوا د کار د نشتوالي تر څنګ، د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت هغه څه دي چې ښايي سږ کال ډېر شمېر خلک قربانۍ کولو ته زړه ښه نه‌کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG