د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ملګرو ملتونو په کور دننه له افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وایي، په افغانستان کې روانۍ شخړې، طبیعي پېښې او اقتصادي فرصتونو ته ناسم لاسرسی ددې سبب شوی چې په دغه هېواد کې دننه د بېځایه شویو لړۍ لا هم دوام وکړي.

فیلیپو ګراندې افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په وروستیو کې دا خبره وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې دننه د بېځایه شویو سره د مرسته کوونکو د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.

د دغې ادارې عالي کمېشنر فیلیپو ګراندې او ورسره پلاوی چې د سې شنبه په ورځ یې کابل ته سفر کړی وو له افغان ولسمشر، د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو، د مرسته کوونکو هېوادونو له استازو او په دغه هېواد کې د یو شمیر جګړه ځپلو کورنیو سره ولیدل.

ګراندې د دې سفر په پای کې په افغانستان کې د میلیونونو بېځایه شویو د ستونزو لپاره د دایمي حل لارو د موندلو غوښتنه وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره یا «یو ان اچ سي آر» په یوې اعلامیې کې د فیلیپو ګراندي له قوله لیکلي چې وایي، په افغانستان کې روانې ناکرارۍ، طبیعي پېښي، اساسي او اقتصادي فرصتونو ته د خلکو ناکافي لاسرسی د دې لامل شوی چې په دغه هېواد کې د کورني بیځایه شویو لړۍ دوام وکړي.

د ګراندې په خبره افغانستان تر بل هروخت اوس د نړیوالې ټولنې ډیر ملاتړ ته اړتیا لري او د بېځایه شویو ستونزو ته د تل پاتي حل لاري د موندلو پرته به سوله تل پاتي نه وي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږی کوونکی مارک لاوکک چې کابل ته د راغلي پلاوي په ډله کې دی ویلي، په افغانستان کې ورځنیو شخړو او وچکالیو په ټول هېواد کې سلګونه زره کورنۍ اغېزمنې کړي دي.

دی وایي، ملکي تلفات تر بل هر وخت ډېر دي، په تېرو څلورو کلونو کې تر ۴۰ زره ډېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د امنیتي دلایلو له کبله د اړو کسانو ستونزو ته د لاسرسي امکانات محدود دي، خو نوموړي هیله وښوده چې ملګري ملتونه وتوانېږي په افغانستان کې بېځایه شویو ته لازمي مرستي ورسوي.

ګراندې او ورسره پلاوی د کابل تر سفر دمخه ایران ته تللي و او نن پنجشنبه پاکستان ته ولاړل.

دغه دواړه د افغانستان ګاونډي هېوادونه د میلیونونو افغان کډوالو کوربانه دي.

دې پلاوي داسي مهال کابل ته سفر وکړ چې اوس مهال ۴،۲ میلیونه کسان په افغانستان کې د تاوتریخوالي، کډوالۍ، طبیعي پیښو او وچکالۍ له کبله عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG