د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

بریتانیا د وچکالۍ ځپلو افغانانو سره ۲۵ میلیونه پونډه مرسته کوي


ریتانیا له هغو سلګونو زرو افغانانو سره چې د وچکالۍ له خطر سره مخ دي، د ۲۵ میلیونه پونډه مرستې ژمنه وکړه .

په کابل کې د بریتانیا سفارت د نومبر په ۲۶ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا اعلان وکړ.

اعلامیې د بریتانیا د نړیوالې پرمختیایي ادارې د مشر پیني موردانت په حواله لیکلي چې په دې مرستو کې به هغو افغانانو ته چې وچکالۍ سخت ځپلي، خوراکي مواد، پناه ځایونه او د څښلو پاکې اوبه برابرې شي.

دا نوې مرسته د بریتانیا د نړیوالې پراختیایي ادارې له خوا د بحرانونو سره د مرستې له صندوقه ورکول کېږي.

افغانستان په دې وروستیو لسیزو کې سختو وچکالیو ځپلی دی چې تر ډېره یې د خلکو کرنې او مالدارۍ ته زیان اړولی دی.

پیني موردانت د ژنیو تر کنفرانس دمخه ویلي چې په افغانستان کې مرګوني وچکالۍ له وړاندې میلیونونه کسان ځپلي دي چې ډېری یې له همدې کبله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ښاغلي موردانت ویلي، د بریتانیا تر څنګ نور مرسته کوونکي هېوادونه هم باید په دې برخه کې اقدامات وکړي .

ټاکل شوې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د وچکالۍ پر بحران هم د ژنیو د کنفرانس په ترڅ کې خبري وشي .

دا کنفرانس د نومبر پر ۲۷ مه او ۲۸ مه نیټه په ژنیو کې جوړېږي.

په سویس کې د افغانستان سفیرې ثریا دلیل له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

ثریا دلیل
ثریا دلیل

"د نومبر پر ۲۷مه د ژنیو غونډې په پیل کې پر څلورو موضوعاتو خبرې کېږي چې په هغه کې د ښځو پیاوړتیا، خصوصي سکټور، بېځایه شوي، د خوړو امنیت او وچکالي ده چې پر هرې موضوع به یو نیم ساعت خبرې وشي."

بریتانیا د افغانستان سره د بشري مرسته کوونکو دوهم لوی هېواد دی.

د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره تأییدوي چې د دې هېواد شل ولایتونه د وچکالۍ له کبله د غذايي موادو د کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله، سږکال په افغانستان کې تر ۲میلیونه زیات وګړي د شدیدې وچکالۍ له امله خوراکي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې سږنۍ وچکالي بې سارې بللې ده او اړو کسانو ته یې د بیړنیو مرستو د رسولو غوښتنه کړې.

د دې سازمان په وینا، سږ به د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې اورښتونه ۷۰ فیصده کم وي او دا به پنځم کال وي چې په پرله پیسې ډول د بزګرو حاصلات کمېږي.

د دې سازمان په حواله، دوه په درې برخه افغانستان په ځانګړې ډول، په شمال او لوېدیځ کې سیمې وچکالۍ ځپلې دي.

XS
SM
MD
LG