د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د خوړو نړیوال سازمان: سږ کال به ۱۳۰ میلیونه وګړي غذايي توکو ته اړتیا ولري


د خوړو نړیوال سازمان وایي چې سږکال به په نړۍ د هغو کسانو شمېر دوه برابره شي چې له لوږې سره مخامخ دي.
د خوړو نړیوال سازمان وایي چې سږکال به په نړۍ د هغو کسانو شمېر دوه برابره شي چې له لوږې سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان د کرونا ویروس له امله رامنځته کېدونکو اقتصادي ستونزو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو دا موسسه اټکل کوي چې سږ کال به شاوخوا یو سل او دېرش میلیونه نور انسانان غذایي توکو ته سخته اړتیا پيدا کړي او د دې لپاره له لسو تر دولس میلیارده ډالرو پورې پکار دي.

د خوړو نړیوال سازمان وایي چې سږکال به په نړۍ د هغو کسانو شمېر دوه برابره شي چې له لوږې سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتو دې موسسې د چهارشنبې په ورځ ( اپریل ۲۱) خپل څلورم کلني راپو خپور کړ او پکې یې څرګنده کړه چې په ۲۰۲۰ کال کې به ۲۶۵ میلیونه انسانان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ ش.

تېر کال په نړۍ کې د دغسې کسانو شمېر یوسل او پنځه دېرش میلیونه تر رسېده.

د ( دبلیو ایف پي) په باور روان کال د ۱۳۰ میلیونه خوارانو د زیاتېدو علت د کرونا ویروس خپرېدل دي چې د نړۍ اقتصاد یې ځپلی دی.

د خوړو نړیوال سازمان وایي چې تېر کال لا د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې په نړۍ کې د غذایي خوندیتوب کچه په لوړېدو وه.

خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر سفرونو بندیزونه به د ګرځندوی صنعت اغېزمن کړي او داسې اټکل کېږي چې بندیزونه به پر غذایي خوندیتوب پراخ منفي اغېز وکړي.

د خوړو په نړیوال سازمان کې د څارنې، ارزونې او څېړنې مدیر عارف حسین وایي، کویډ-۱۹ ناروغي د هغو میلیونونو کسانو لپاره چې وار له مخه لا ستونزو سره مخامخ و یو ناورین دی.

ښاغلی حسین زیاتوي: "ټول باید سره یوځای د دغه نړیوال ناورین اغېزې راکمي کړو."

د ملګرو ملتو چارواکو هغه سیمې په نښه کړې نه دي چې هلته خوراکي توکو ته اړتیا په زیاتېدو ده خو ټینګار په دې کېږي چې افریقا به احتمالاً تر نورو سیمو ډېره اغېزمنه شي.

د خوړو نړیوال سازمان وایي چې سږ کال داسې اټکل کوي چې له لس میلیارده تر دولس میلیارده ډالرو پورې د خپلو مرستو د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره ورته پکار دي.

دا پيسې د تېر کال تر پیسو چې تر بل هر وخت ډېرې وې او اته میلیارده او درې سوه میلیونه ډالر کېدې، زیاتې دي.

عراقي وګړي د خوړو نړیوال سازمان له لوري د مرستو اخیستو پرمهال. ارشیف
عراقي وګړي د خوړو نړیوال سازمان له لوري د مرستو اخیستو پرمهال. ارشیف

د راپور له مخې هغه کسان چې خوراکي توکي نه لري اکثر یې په هغو ځایونو کې دي چې هلته جګړې دي یا هم د چاپېریال بدلون دا سیمې سختې ځپلې دي.

مخکې تر دې چې کرونا ویروس خپور شي د افریقا په ختیځ کې حاصلات خراب شوي وو او یو شمېر کسانو پر خوراکي مرستو تکیه کوله.

XS
SM
MD
LG