د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بیړنیو مرستو لپاره ۷۷۳ میلیونه ډالر غوښتي


د اوچا دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه کې د کورني بې ځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل شوی او ورسره د جدي مرستو غوښتنه شوې.
د اوچا دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه کې د کورني بې ځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل شوی او ورسره د جدي مرستو غوښتنه شوې.

د ملګرو ملتونو د بشرې حقونو د همغږۍ دفتر (او سي اچ اې) یا "اوچا" په ۲۰۲۰ کال کې د ۷،۱ میلیون بې‌وزله افغانانو لپاره د ۷۷۳ میلیون ډالره مرستې غوښتنه کړې.

د اوچا دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه کې د کورني بې ځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل شوی او ورسره د جدي مرستو غوښتنه شوې.

کابل وروستیو کلونو کې د زرګونه کورنیو بې‌ځایه شویو کوربه دی.

یوازې د کابل په کارته نو سېمه کې نږدې دوه زره داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ ژوند کوي.

۳۲ کلنه بي بي پاینده هلمندۍ مو د خېمې لاندي په داسي حال کې ولیده چې ناروغه ده. هغه په یخه او توره خونه کې ویده ده، د خبرو پر مهال یې تنفس لنډېږي په ډېرې سختۍ الفاظ له خولې راباسي.

بي بي پاینده هلمندۍ ۸ کاله وړاندې د هلمند له جنګونو راتښتېدلي او ۶ اولادونه لري.

هغه وایي، مېړه یي هلمند کې پاتې دی او د دومره مودې له تېرېدو وروسته هم ترې خبر نه لري.

نوموړې وویل: "۸ کاله وړاندي په هلمند کې د سختې جګړې له کبله ګډه په سره کابل ته راغلوو. اولادونه مې ناروغان دي. مېړه مې له هماغه وخت چې دلته راغلي یوو، ترې هیڅ خبر نه‌شته. سهار ولاړم څو د یو کور کار وکړم او پیسې لاس ته راوړم، خو نه‌پوهېږم څه ناروغي لرم چې د کار توان نه لرم او ضعف کوم."

بي بي پاینده هره ورځ د پنځوسو افغانیو په بدل کې د خلکو کالي مینځي او خپلو ماشومانو لپاره یوه ګوله ډوډۍ برابروي.

د دې خېمې لاندې د څښلو اوبه او ان د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه‌شته. دلته سړه هوا او د ماشومانو رنځور حال له زغم وتلی حالت دی.

له کلونو راهیسې د کورني بې‌ځایه شویو دا ډول وضعیت د نړیوالو مرستندویه ادارو د اندېښنې وړ ټکی دی.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو همغږۍ دفتر یا اوچا په یو راپور کې لیکلي، په افغانستان کې ۷،۱ میلیون کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او دوی ته د مرستو رسولو لپاره ۷۷۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

بل‌خوا بیا د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ډېری کورني بې‌ځایه شوي اوس‌ دې ته چمتو نه دي چې خپلو سیمو ته ولاړ شي.

د دې وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وايي، د دوی لپاره ستونزمنه ده چې ټولو کورني بې‌ځایه شويو سره مرسته وکړي.

"زموږ د وزارت او د خوړو نړیوال سازمان له‌خوا په کابل کې ۲۳ زره کورنیو ته مرستې رسول کېږي، خو وزارت دومره امکانات نه‌لري. له دې بې ځایه شویو کسانو څخه ډېری یې حاضر نه دي چې خپلو ولایتونو ته ستانه شې. لس کاله کېږي چې دوی دلته پاتې دي. د وزارت د تګلارې پر بنسټ، موږ نه یوو چې دوی سره د تل لپاره دلته مرسته وکړو. "

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دوی ته مالیې وزارت له‌خوا د ورکړل شوې بودجې له مخې، یو شمېر سیمو کې د اوبو څاګانې کېندل شوي او همدا ډول ځینو کورنیو ته د ژمي په موسم کې له ۵۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰ افغانیو ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG