د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د کرونا ویروس په خاطر د بندیزونو تر وخت مخکې لیرې کولو په اړه خبرداری


د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي

د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو اېچ او) د کرونا ویروس په خاطر د بندیزونو تر وخت مخکې لیرې کولو په اړه خبرداری ورکړی.

دغه سازمان هغو هېوادونو ته په خبرداري ورکولو سره چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف رامنځته کړي محدودیتونه کمول غواړي ویلي، په محدودیتونو کې اساني راوستل کېدای شي، خو که دا محدودیتونه لیرې کړل شي، دا ویروس یو ځل بیا په خونړۍ توګه خپرېدای شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې عمومي رئیس تدروس ادهانوم ګبرياسوس د جمعې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۰» يوه خبري کنفرانس ته وویل: "په ځینو اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو سرعت کم شوی دی لکه په ايټالیا، جرمني، اسپانیا او فرانسه کې، خو په ۱۶ افریقايي هېوادونو کې په چټکۍ سره دا ویروس د خپرېدو په حال کې دی."

ده وویل په ژنیو کې دغې ادارې ته شااوخوا ۱،۵ میلیونه مثبتې پېښې او تر ۹۲۰۰۰ زیاتې مړینې راپور شوي دي.

دغې ادارې همداراز ویلي چې کرونا ویروس په افریقا کې د خپرېدو په حال کې دی.

د جمعې په ورځ جګړې او لوږې ځپلي یمن د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه راپور کړه.

تدروس وویل چې دی په ځانګړې توګه ځکه اندېښمن دی چې لوی شمېر روغتیايي کارکوونکي په دې ویروس اخته شوي دي او دا د اندېښنې وړ خبره ده.

د ملګرو ملتونو یوه کاري ډله به هغو هېوادونو ته د ماسکونو، خوندیتوب جامو، لابراتوار د تجهیزاتو او اکسیجن رسولو چارې هماهنګوي چې تر ټولو زیاته اړتیا لري.

ارشیف، په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي کارکوونکي
ارشیف، په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي کارکوونکي

ښاغلي تدروس زیاته کړه: "هره میاشت به موږ لږ تر لږه ۱۰۰ میلیونه روغتیايي ماسکونه او دستکشې، تر ۲۵ میلیونو د ساه اخیستلو ماشینونه، روغتیايي چپنې، او ۲،۵ میلیونه د معایناتو مواد او لویه اندازه اکسیجن او نور تجهیزات کلینیکونو ته رسوو."

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې اداره به ۷۴۷ الوتکې، اته د منځنۍ اندازې کارګو الوتکې او ګڼې کوچنۍ مسافر وړونکې ټرانسپورتي الوتکې وګوماري چې دا مواد او روغتیايي کارکوونکي هغو ځایونو ته ورسوي چې اته مرکزونه به لري.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د روغتیا نړیوال سازمان اجرائیه رئیس مایکل ریان ویلي چې نړۍ د روغتیايي کارکوونکو تر پور لاندې ده او دا مهمه ده چې دوی ته سم تجهیزات ورسول شي.

XS
SM
MD
LG