د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

افغانستان

د تورخم او سپین بولدک دروازې د تجارتي لاریو پر مخ پرانیستل کېږي

د تورخم لار
د تورخم لار

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته د تجارتي لاریو او کانټینرونو د لېږد لپاره به د تورخم او سپین بولدک دروازې پرانیزي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي تېر ماښام پر ټویټر لیکلي چې دغه لارۍ به د اپرېل له ۱۰مې او په اوونۍ کې درې ورځې (دوشنیه، چهارشنبه او جمعه) افغانستان ته ولاړې شي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پر خپل ټویټرپاڼه د دې پرېکړې هرکلی کړی او لیکلي‌یې دي دا ډول همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه کولو لپاره له ګډو هڅو سره مرسته کوي.

په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي تېر ماښام ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "یوازې په چمن کې تر دوه زره پورې موټر ولاړ دي. دغه‌راز شاوخوا ۱۳۰۰۰ په کراچۍ کې ولاړ دي. تمه کېږي د سبا ورځې له پیل سره چې کومه هوکړه شوې د سوداګریزو موټرو پر مخ به دروازه پرانیستل شي، نو په لومړي سر کې هغه موټر چې په ډبلیو اف پي (د خوړو نړیوال سازمان) پورې مربوط دي، د افغانستان خاورې ته داخل شي."

پاکستان د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي کې اعلان وکړ چې د کرونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله به له افغانستان سره د تګ راتګ لارې د مسافرو او ټرانزیت پر مخ تړي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ پاکستان د مسافرو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیستلې او په تېرو ۳ ورځو کې زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ د افغانستان فرسټ کلاس سیالۍ پیل شوې

د افغانستان فرسټ کلاس سیالۍ
د افغانستان فرسټ کلاس سیالۍ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کورني کرکټ په چوکاټ کې دا ځل څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ بورډ په خبر کې ویل شوي دي چې، یادې سیالۍ نن دوشنبه د سپټمبر په ۱۶مه نېټه د ننګرهار په دوو لوبغالو کې د ګڼو ملي، الف، نوولس کلنو او کورني کرکټ لوبغاړو په ګډون پيل شوي دي.

په‌دې سیالیو کې څلور لوبډلې ګډون لري، چې هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، میوند اتلان او پامیر لیجینډز نومیږي.

یادې سیالۍ به د اکټوبر میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې روانې وي.

د خبريالانو د ملاتړ سازمان پاکستان کې د يو پخواني افغان خبريال ټپي کېدو باندې اندېښنه ښودلې

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان لوګو
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان لوګو

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې پر یوه پخواني خبریال د وسله‌والې حملې په باب سخته اندېښنه وښوده.

دغه سازمان پرون یک‌شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي: "دوی په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه څرګندوي."

په راپورونو کې ویل شوي، په پاکستان کې ناپېژاندو وسله‌والو د اریانانیوز خصوصي ټلوېزیون مخکېنی خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده په یوه حمله کې ټپي کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان لیکلي: "هغه افغان خبریالان چې درېیمو هېوادونو ته د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه تللي؛ خو له بده‌مرغه په‌دې وروستیو کې ان هلته هم د ژوند له خوندیتوبه هم نه‌دي برخمن."

تر دې مخکې د اګست پر ۲۵مه پر یوه بل پخواني خبریال نصیر احمد بهروز هم په اسلام‌اباد کې حمله شوې وه او ازادي راډیو خبریال احمد هنایش هم د اپرېل پر درېیمه په اسلام‌اباد کې د نامعلومو وسله‌والو په حمله کې ټپي شوی و.

روان ميلادي کال د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنې شمېر کم شوی

د يوشمېر افغان پناه غوښتونکو انځور
د يوشمېر افغان پناه غوښتونکو انځور

یو راپور وايي، د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د تېر کال د همدې مودې پر تله په اروپايي ټولنه، ناروې او سویس کې د پناه غوښتونکو شمېر یو څه راکم شوی دی.

د هغو شمېرو له‌مخې چې نن دوشنبه خپرې شوي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بیا هم د پناه غوښتونکو شمېر پنځه سوه زره او ۱۳زرو ته رسېږي.

د پناه غوښتنې لپاره د اروپايي ټولنې بنسټ چې په مالتا کې دی، ویلي د روان ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نیمايي کې د تېر ۲۰۲۳م کال د همدې مودې پرتله په اروپايي ټولنه، ناروې او سویس کې، چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه نه‌دي، د پناه غوښتونکو شمېر ۶۰۰۰ کم و.

د پناه غوښتونکې زیات اسناد په جرمني کې ثبت شوي، چې زیات پناه غوښتونکي د افغانستان په ګډون د ۲۹ هېوادونو دي.

يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار: ډېری مېرمنې د غالۍ اوبدلو له لارې د کورنيو لګښتونه پوره کوي

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د یوې کارخونې کاریګرې مېرمنې د غالۍ اوبدلو پر مهال
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د یوې کارخونې کاریګرې مېرمنې د غالۍ اوبدلو پر مهال

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی افغانستان کې ګڼو ښځو ته د غالۍ اوبدلو مهارت ورښوولی چې دغه مېرمنې اوس کولی شي د خپلو کورنیو نفقه برابره کړي.

دغې ادارې نن پر خپله ايکس‌پاڼه لیکلي، یوه له دغو لسو مېرمنو عاقله ده، چې د ځینو همکارو بنسټونو په همکارۍ یې د غالۍ اوبدلو په ۶ میاشتنۍ پروژه کې برخه اخیستې وه او په‌دې پروژه کې دوی ته د تجارت پیل ور وښوول شو.

په تېرو درېیو کلونو کې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته طالبانو په اکثرو دولتي ادارو، په ملي او نړیوالو مؤسسو او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع کړ، چې دې کار هغه کورنۍ سختې اغېزمنې کړې، چې سرپرستي یې د ښځو له‌خوا کېږي.

نن هم د افغانستان په ۱۷ولايتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی

ارشيف
ارشيف

د هواپېژندنې ریاست نن هم د افغانستان په ۱۷ولایتونونو کې د تېز باران او تالندې برېښنا اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه خبرداري کې ویلي، د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، بامیان او غور ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

وړاندې په خبرداري کې ویل شوي، چې په شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې بیا د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی، چې د سالنګونو په ګډون به په بېلابېلو سیمو کې د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.

ملاله يوسفزۍ: د افغان نجونو د زده‌کړو حق غوښتنې ته دوام ورکوم

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نجونو د تعلیم فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د افغان نجونو د تعلیم د حق غوښتنې ته دوام ورکوي.

نوموړې تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر یوه ویډیویي پيغام کې ویلي چې، دا او نورې فعالانې به د افغان نجونو غږ بدرګه کوي او طالبانو سره به دا حساب کتاب کوي چې ولې يې د نجونو ښونځي تړلي دي.

ملالې یوسفزۍ دغه پيغام د افغان نجونو د ښونځیو د بندېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت خپور کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تر دویم اعلان پورې بند کړل، خو د درې کلونو په تېرېدو لا هم بند پاتې دي.

پر ښونځیو سربېره د نجونو پوهنتونونه هم په افغانستان کې بند شوي، چې له کبله یې د طالبانو حکومت تر کلکو نیوکو لاندې دی.

د فوټسال په نړیوال جام کې نن څلور لوبې کېږي

د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کې روان دی چې ۲۴ ټيمونه پکې برخه لري.
د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کې روان دی چې ۲۴ ټيمونه پکې برخه لري.

په تر ټولو مهمه یوه کې به د اتلولۍ مدافع لوبډله پرتګال له پاناما سره مخ شي.

ایران له وینزویلا سره مخ کېږي، دغه راز تاجکستان له مراکش سره لوبه لري او ګواتیمالا به د فرانسې په وړاندې ولوبیږي.

پرون هم د فوټسال په نړیوال جام کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له انګولا څخه وګټله.

افغانستان شپږ پر څلور د انګولا په ماتولو بریالی شو.

د افغانستان راتلونکې لوبه سبا چهارشنبه له ارجنتاین سره ده.

د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کې روان دی چې ۲۴ ټيمونه پکې برخه لري.

هرات کې د ۲۵ښوونځيو او مدرسو د بيارغونې چارې پيل شوي

افغانستان کې د يو ښوونځي انځور
افغانستان کې د يو ښوونځي انځور

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په یوه بیان کې ويلي، په هرات کې د ۲۵ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې چارې پيل شوې.

د بیان پر اساس تمه ده، د څه باندې شلو میلیونو افغانیو په لګښت په‌دې پروژو کې د هرات په ښار او څو ولسوالیو کې یوشمېر ښوونځي او دیني مدرسې ترمیم او ورغول شي.

دا ښوونځي او مدرسې د پوهنې وزارت په بودیجه بیا رغول کېږي.

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ټولو ولایتونو کې د دیني مدرسو بیا رغونې ته مخه کړې ده.

د ۲۰۲۳ کال په پای کې د یوې سروې په اساس د دیني مدرسو شمېر له ۱۹زرو اوښتی وو.

عبدالرشيد دوستم د طالبانو په وړاندې د يو موازي حکومت جوړولو غږ کړی

عبدالرشيد دوستم
عبدالرشيد دوستم

د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام یوه پخواني مرستیال ولسمشر او پخواني جهادي قومندان (مارشال) عبدالرشید دوستم د طالبانو په وړاندې د یوه موازي حکومت د جوړولو غږ کړی دی.

دوستم او د طالبانو د مخالفو ډلو اکثرو مشرانو په ترکیه کې د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه کړې او وخت ناوخته غونډې جوړوي.

پرون هم په ترکیه کې دې غونډې ته په وینا کې عبدالرشید دوستم د موازي حکومت د جوړولو خبره وړاندې کړې ده.

عبدالرشید دوستم ویلي چې، د طالبانو پر ضد به مبارزه کوي او ادعا یې کړې چې کولای شي د طالبانو حکومت مات کړي.

طالبانو لا د دوستم د دې ادعا او څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو د مخالفو ډلو پوځي ملاتړ نه کوي، خو له غیر طالب مشرانو او د طالبانو له سیاسي مخالفینو څخه سیاسي ملاتړ کوي او لیده کاته ورسره کوي.

د فوټسال نړیوال جام؛ افغانستان په لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن یک‌شنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه په نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي ترسره کړه چې، د انګولا هېواد ته یې شپږ پر څلور ماتې ورکړه.

دغه سیالي د کابل پر وخت ماذیګر ۵:۰۰ بجې د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په هومو لوبغالي کې پیل شوې وه.

د دې لوبې په لومړۍ نیمایي کې افغانستان ۵ او انګولا دوه ګولونه وهلي و او په دویمې نیمایي کې انګولا دوه نور او افغانستان یو ګول وواهه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اکبر کاظمي وګټله.

افغانستان به خپله دویمه سیالي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ارجنټاین پر وړاندې ترسره کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG