د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

ټرانسپورټ وزارت​: له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره بندرونه پرانېستې دي


د چمن بندر یو انځور- ارشیف
د چمن بندر یو انځور- ارشیف

افغانستان د ټرانسپورټ وزارت​ وايي، د هېواد بندرونه له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خلاص دي او سوداګریزې چارې په عادي ډول روانې دي.

د دغه وزارت چارواکو د شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، څو ورځې مخکې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د هېواد په شمالي، ختیځو او سویل ختیځو بندرونو کې صادرات او واردات لږ څه کم شوي وو، خو اوس د تورخم بندر پرته له ټولو بندرونو خوراکي او نور مواد هېواد ته واردېږي.

د افغانستان د چمن او سپین بولدک سوداګریز بندرونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف، څه کم لس ورځې مخکې، د پاکستان له لورې تړل شوي وو، د هغه هېواد د صدراعظم په سپارښتنه د شنبې په ورځ سهار اته بجې بېرته خلاص شول.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت​ وايي، اوسمهال د هېواد بندرونه له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خلاص دي او سوداګریزې چارې خپل عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال اشرف حق شناس د شنبې په ورځ سهار ازادي رادیو ته وویل: "اوس یوازې د تورخم بندر تړلی، سپین بولدک بندر خلاص شو چې سوداګریز مالونه پرې هيواد ته راشي، د کرونا ویروس د خپرېدو په دلیل ځینو هېوادونو خپل بندرونه د افغانستان پر وړاندې تړلي وو، خو له نیکه مرغه دغه بندرونه اوس خلاص دي، سوداګریز مالونه پرې په عادي حالت تېرېږي راتېږي او هېڅ ستونزه نه لرو."

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو پر بنسټ له ایران سره اسلام قلعه، له ازبکستان د حیره تان، له ترکمنستان سره د اقینې او تورغونډۍ، له تاجکستان سره شېرخان او له پاکستان سره د چمن او سپین بولدک بندرونه، د افغانستان د سوداګرو او واردوونکو پرمخ خلاص دي او سوداګریزه راکړه ورکړه پرې په عادي ډول روانه ده.

د ټرانسپورټ وزارت چارواکي وايي، تېره اوونۍ له شمالي ګاونډیو هېوادونو نه، په خوراکي موادو بار ۲۱۵ واګونونه افغانستان ته رارسېدلي چې، د دغه هیواد په بازارونو کې یې د اوړو، غوړیو، وریجو او نورو توکو د کموالي اندېښنه له منځه وړې او د تورخم له پرانېستو سره به دغه اندېښنه په بشپره توګه له منځه لاړه شي.

د تورخم بندر یو انځور
د تورخم بندر یو انځور

پاکستان د روانې میلادي میاشتې په ۱۶ نېټه د تورخم بندر د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ وتاړه.

د بندر د تړلو هدف د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی ګڼل شوی او د پاکستانيو رسنیو د راپورونو پر بنسټ د هغه هېواد چارواکو پرېکړه کړې چې دا بندر به د دوه اوونیو په مخه تړلی وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال محمد یونس مهمند له ازادي راډیو سره په خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې، د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو هېڅ کمی نه شته او بیې به یې هم لوړې نه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال محمد یونس مهمند
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال محمد یونس مهمند

د کابل ښار یو شمېر اوسېدوونکي وايي، حکومت دې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو، د احتکار مخه ونیسي او د توکو بیې دې په جدي توګه وڅاري.

د کابل ښار اوسېدونکي سید قدیر وویل: "په اوسنیو شرایطو کې دوی باید په مناسبه بیه خوراکي توکي خلکو ته ورسوي، یو سړی په ورځ کې درې افغانۍ نه شي پیدا کولی، خوراکي توکي له کومه ځایه ترلاسه کړي."

د کابل ښار بل اوسېدونکي عبدالصبور ازادي رادیو ته وویل: "له حکومته غواړو چې د توکو نرخنامه ورکړي، هر سړی په خپل سر پلورل کوي، توکي ډېر دي خو که دولت ورته پام وکړي او کنټرول یې کړي دا به ښه وي."

سره له دې چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان ځمکني بندرونه پرانېستې دي خو د افغانستان د هوايي چلند د ادارې رئیس محمد قاسم وفايي زاده ازادي رادیو ته وویل، یو شمېر هېوادونو لکه هند، تاجکستان، ازبکستان او سعودي عربستان له افغانستان سره هوايي پروازونه په موقت ډول بند کړي دي.

د وفايي زاده په خبره اوس یوازې عربي متحدو اماراتو او ترکیې ته پروازونه شته او له ایران سره په پروازونو کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی.

وفايي زاده وايي، دغه بندیزونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له تدابیرو سره تړلي دي.

XS
SM
MD
LG