د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د عامې روغتیا وزارت: د کرونا د مخنیوي لپاره معتادين په پناهځايونو کې ساتو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دریو ولایتونو کې سلګونو کسانو ته شلټرونه يا پناهځايونه جوړ کړي دي، دا کار يې د دې لپاره کړی چې په معتادینو او روغو خلکو کې د کرونا وایرس خپور نه شي.

هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو وختونو کې له ایران څخه افغانستان ته را اړول کېږي، یو شمېر یې معتادین دي چې نشه يي موادو ته د اسانه لاسرسي لپاره په ځینو ښارونو کې له نورو معتادینو سره یو ځای کېږي.

داسې اندېښنې شته چې تازه را اړول شوي معتادین به له ځانونو سره د کرونا وایرس راوړی وي او له نورو معتادینو سره تر یو ځای کېدو وروسته به دا وایرس په روغو کسانو کې هم خپور شي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاهپور یوسف د دې اندېښنې په اړه وايي: د عامې روغتیا وزارت په دریو ولایتونو کې چې د کرونا وایرس له لوی ګواښ سره مخ دي، سلګونو معتادینو ته پناهځايونه جوړ کړي دي.

هغه وویل: " کوم ولایتونه چې د کوید (۱۹) یا کرونا له ګواښ سر مخ دي، موږ هلته معتادینو ته ځانګړي پروګرامونه او چمتوالی لرو. په فراه، هرات او نیمروز ولایتونو کې مو بې سرپناه معتادینو ته شپږ سوه بستریز پناهځايونه چمتو کړي چې بې سرپناه معتادین پکې خوندي وي او درملنه یې هم وشي.

زموږ د دې فعالیتونو پيسې د افغان دولت له کرونا سره د مبارزې لپاره له ځانګړي شوي بودجې څخه ورکول کېږي. "

د عامې روغتیا وزارت وایي: په پام کې ده چې ډېر ژر په بلخ ولایت کې د شپږو سوو معتادینو لپاره يو پناهځاي جوړ شي او په کابل ولايت کې هم د يو پناهځای جوړول په پام کې دی.

ډېری معتادین د کابل، بلخ، فراه، هرات او نیمروز په څېر په داسې لویو ښارونو کې اوسېږي چې هلته نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي. دوی له کورنیو څخه لرې په ډله ييز ډول نشه کوي، ځکه نو په دوی کې د کرونا غوندې خطرناکو وایرسونو د خپرېدو امکان ډېر دی.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ پخوانی معین ډاکټر ظفر پناهځايونه له وایرسونو او ناروغیو څخه د معتادینو د ساتلو او په اوږدمهاله کې درملنې ته د دوی د چمتوالي لپاره ګټور کار بولي.

هغه زیاته کړه: "دا به ښه وي چې په هر ولایت کې یو پناهځای جوړ او په همدې مرکزونو کې معتادینو ته تاریاک ورکړل شي. په قانون کې راغلي چې نیول شوي تاریاک باید خرڅ کړل شي، خو دا موضوع د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده. باید دا تاریاک په پناهځايونو کې معتادینو ته ورکړل شي چې هغوی د وخت په تېرېدو سره نشه بيخي پرېږدي. پناهځايونه ځانګړو پروګرامونو ته اړتیا لري چې که عملي شي، نو دا پناهځايونه هیڅ ستونزه نه پېښوي."

که څه هم د عامې روغتیا له وزارت سره تر دې مهاله په معتادینو کې د کرونا وایرس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو طبي ډاکټران د ناروغیو او وایرسونو، په ځانګړي ډول د کرونا وایرس په مقابل کې معتادین کمزوری ګڼي او اندېښنه ښيي چې د نشه يي موادو ګډ استعمال به دا وایرس په ټولنه کې نور هم خپور کړي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG