د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د بشر حقونو کمیسیون: هغه ښځې چې غواړي له خپلو مېړونو څخه جلا شي، مېړونه يې اکثره معتادين دي


ارشیف
ارشیف

په ۱۳۹۸ کال کې څلور سوو ښځو د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره د جلاوالي قضیې ثبت کړي چې په دې ښځو کې د اکثرو ښځو مېړونه معتادين دي.

د ښار فضا

خان محمد تر څو ځله نشې پرېښودلو وروسته بېرته معتاد او د خپلې کورنۍ د اوږو بار شوی دی. ده د خپلې مېرمنې اړتیاوې نه شوای پوره کولای، ځکه يې نو ښځې طلاق ځنې وغوښت.

شپږ کاله کېږي چې خان محمد د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې اوسېږي او د اعتیاد ترڅنګ یې د ښځې او اولادونو جلاوالی هم ډېر ځوروي.

هغه زیاتوي: "کورنۍ مې د نشې لګښت نه شوای را کولای، ویل ځه له کوره ووځه. زه هم له کوره را ووتم او دلته له سهاره تر ماښامه پورې کار کوم. له کورنۍ سره مې اړېکه نشته او نه مې هم کورنۍ اړيکې راسره لري. بس همدا طلاق دی چې پنځه شپږ کاله کور ته نه یم تللی. زړه مې ډېر دردمن او غمجن دی."

د ښځو غږونه

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په دهلیزونو کې هره ورځ لسګونه ښځې کښته پورته کېږي او د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره دې کمیسیون ته ورځي.

په دې ښځو کې ډېری یې غواړي چې د دې کمیسیون په همکارۍ له خپلو معتادو مېړونو څخه جلا شي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو د برخې مسئوله لطیفه سلطاني وايي چې، په (۱۳۹۸) شمسي کال کې له دوی سره مېړه او مېرمنې د تفریق يا جلاوالي لسګونه قضیې ثبت شوي دي.

هغه وايي: "د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره د جلاوالي (۳۹۷) قضیې ثبت شوې دي، دا چې ښځې کمیسیون ته راغلي او له خپلو مېړونو څخه جلا کېدل غواړي یو دلیل يې دا دی چې د دې ښځو مېړونه معتادين دي. کله چې یو څوک په نشو باندې اخته شي بيا کار نه شي کولای او د کورنۍ لګښتونه هم نه شي پوره ورکولای، له همدې امله يې ښځه بې سرپناه کېږي او مجبوره کېږي چې له مېړه څخه جلا شي. "

موږ وغوښتل چې د افغانستان له سترې محکمې څخه د مېړه او مېرمنې د جلاوالي د وروستيو شمېرو په اړه پوښتنه وکړو، خو له ډېرو هڅو سره سره بيا هم بريالي نه شولو.

د معتادو ښځو د درملنې د ملي مرکز رئیسه ډاکټره ښایسته حکیمي وايي، دا چې ځينې مېرمنې له خپلو مېړونو څخه جلا کېږي يو دليل يې دا هم دی چې يو شمېر مېړونه خپلې ښځې په زور په نشو باندې اخته کوي.

هغه زیاتوي: " هره ورځ زرګونه ښځې د نشه يي موادو قرباني کېږي، ځکه چې مېړونه یې معتادین دي. د دې لپاره چې ښځې د دوی په واک کې وي او ځنې جلا نه شي، نو ځينې مېړونه خپلې ښځې په نشو باندې اخته کوي، نشه يي مواد د طلاق او تفریق لوی دلیل دی."

په افغانستان کې څه د پاسه درې لکه افغانان په مستقيم ډول نشه کوي، له دې ډلې څخه زرګونه یې هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو د غړو او یا هم د خپلو مېړونو له خوا په نشو باندې اخته شوي دي.

حقوقپوه او په کورنیو چارو کې مشاور هدایت الله عظیمي وايي، ډېری معتادین چې د خپلو مېرمنو اړتیاوې نه شي پوره کولای خپلې ښځې طلاقوي.

عظیمي وویل: " ډېری مېړونه چې مهاجر شوي له هيواده بهر په نشو باندې اخته شوي دي. یو څوک چې معتاد شي هغه بیا د کورنۍ اړتیاوې، په ځانګړې ډول د ښځو اړتیاوې نه شي پوره کولای. له همدې امله يې ښځې غواړي چې ځنې جلا شي او یا خپله همدا معتاد شخص ښځې ته طلاق ورکوي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د څېړنو پر اساس یو معتاد د ورځې له پنځوسو څخه نیولې بیا تر (۲۵۰) افغانیو پورې پر نشه يي موادو باندې لګوي چې دې لګښت ته په پام سره يو معتاد نه شي کولای چې د کورنۍ مالي لګښتونه پوره کړي. دغه ډول هغه معتادین چې په میاشتو میاشتو خپلو کورونو ته نه ځي، د کورنۍ مسئولیت یې د ښځو پر غاړه وي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG