د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

معتاد کسان نشه یي مواد له رسمي درملتونونو اخلي


یو تن معتاد
یو تن معتاد

په افغانستان کې یو شمېر معتادين نشه يي درمل له هغو درملتونونو څخه رانيسي چې له عامې روغتيا وزارت سره ثبت شوي دي.

معتادين په تېره بيا ځوانان د ټابلېټ کاګولیو ترڅنګ ځيني نشه يي درمل لکه پينټازوسین، ټرېماډول، ميټاډون، ډیازيپام، سوسیګان او داسې نور نشه يي درمل له هغو درملتونونو څخه رانيسي چې له عامې روغتيا وزارت سره ثبت او راجستر دي.

فرهاد چېمسلک يې فارميسي او اوس په نشه يي موادو معتاد شوی، وايي چې دی په بېلابېلو چلونو او پلمو له درملتونونو څخه نشه يي درمل رانيسي.

ده وویل:

آرشیف
آرشیف

"د دې لپاره چې درملتون والا فکر وکړي چې زه عملیات لرم، نو یوه نسخه به مې ولیکله، کله کله خو به يوه خصوصي روغتون ته ورغلم، یوه سپینه نسخه به مې ځنې را غلا کړه او په هغه کې به مې د نشې درمل په داسې ډول ولیکل چې درملتون والا به فکر کاوه چې زه دا درمل د جراحي عملياتو لپاره رانيسم، په نسخه کې به مې د نشه يي درملو سره پينټازوسین، ګازپیټ او پایوډین هم ولیکل، که مې یوازې د خپلې نشې لپاره پنټازوسین لیکلي وای، درملتون والا پوهېده چې زه دا درمل د نشې لپاره رانيسم."

د کابل پوهنتون يو محصل جاوید سهاک وايي چې نشه يي درملو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې ډېری ځوانان په نشو اخته شي.

دی زیاتوي:

"ځوانانټابلیټ کا، ټرېماډول او داسې نورې نشه يي ګولۍ خوري، ما له خپلو نږدې دوستانو څخه اورېدلي چې دغه ډول ګولۍ خوري، ځکه دغه ډول ګولۍ اسانه پيدا کېږي، کله چې څوک له روحي ستونزې سره مخ شي، دغه ډول ګولۍ په اسانه ترلاسه کولای شي."

د عامې روغتیا وزارت وايي، ځیني هغه درمل چې د نشې خاصیت لرلو ترڅنګ د ناروغانو په درملنه کې هم کارول کېږي، باید درملتونونو خاوندان يې د رسمي نسخې له مخې د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره خرڅ کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د دوی د څارنې ټیمونه په منظم ډول د ټولو هغو درملتونونو څارنه کوي چې له دوی سره ثبت دي.

ده وویل:

"هېڅ درملتون اجازه نه لري چې په خپل سر نشه يي درمل خرڅ کړي، ځکه چې ډېر زیانون لري او زموږ د څارنې ټیمونه درملتونونه څاري، که څوک له قانون څخه سرغړونه وکړي، له هغوی سره قانوني چلند کېږي، خو له بده مرغه چې ځیني هېوادوال له ځینو درملو څخه ناوړه استفاده کوي."

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست وايي چې په وروستي يوه کال کې د نشه يي ګولیو استعمال ډېر شوی دی.

دغه ډول درمل چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته را وړل کېږي، له ځینو سره زهري مواد هم ګډ شوي وي چې د مغزي او قلبې سکتې لامل کېږي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG